
تاجکستان: په سیاسي جوړښت کې دې ټولو جهتونو ته ونډه ورکړل شي
نن ټکی اسیا (جمعه،۲۶ وږي، ۱۴۰۰ل): د تاجکستان ولسمشر «امام علي رحمان» وایي، په افغانستان کې یو پراخ بنسټه او د خلکو د غوښتنې سره سم حکومت جوړ شي.
امام علي رحمان چې د شانګهای سازمان د غړو هیوادونو په ناسته کې یې خبرې کولې وویل، چې د افغاستان ولس حق لري، خپل ځان ته حکومت جوړ کړي او که چېرې هلته یو پراخ بنسټه او داسې حکومت جوړ نشي، چې ټولې ډلې پکې شاملې وي؛ نو ښایي وضعیت تر اوسني حالت نور هم خراب شي.
دده له قوله، د افغانستان سیاسي سیسټم باید د نورو هیوادونو له مداخلې او لاسوهنې پرته جوړ شي «په افغانستان کې سیاسي سیسټم باید د ټولو لورو په غوښتنه او د کوم بهرني هیواد له لاسوهنې پرته جوړ شي، که ټول جهتونه په سیاسي سیسټم کې ور ګډ نشي، نو اوضاع به له اوسني حالت خرابه شي.»
نوموړي د امنیتي ځواکونو له لوري د پنجشیر نیول کېدل د یاد ولایت په «محاصره کېدو» تعبیر کړي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې پنجشیر ته سمدستي بشري مرستې ولېږي.
تاجکستان چې د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو دی، داسې ویل کېږي چې له افغانستانه په ځانګړي ډول له پنجشیره تښتېدلو پخوانیو چارواکو پناه وروړې او همالته مېشت شوي دي.
دوی هیڅ حق نلری چی زموږدهیواد او زموږد ولس پر سرنوشت خبری وکړی دا دافغانانو کار دی جی څه ډول حکومت غواړی تاجکستان د خپل ځان د روس له غلامی خلاص کړی او خپل فرهنګ ددروسانو څخه وژغوری چی له منځه تللی هم دی دوی خپل نمونه اول سم کړی دا دوف دوف دمسلمان په نومونو کی نشته دوی د هم دتاجکستان اسلامی غورځنګ ته په کابینه کی ځای ورکړی او ټول شموله حکومت د جوړ کړی
ستا خوښه ده چه حکومت تنها دغه د(I S I) دايجنټانو پلاس کى وى
واحد اڅکزي، ستا لپاره ډير دشرم ځاي دي، چه داسي بيځايه تبليغات کوي. طالبانو شل کاله مبارزه وکړه او دا وطن ئي درته ازاد کړ. اما رازق خان او تادين خان شل کاله د کندهار خلک ووژل او په شخصي زندانونو کي ئي وساتل! اخير رازق خان د ميلر په حضور کي مردار شوه، الله د جهانم ځاي کړي او تادين خان د دميلونونو دالرو سره په دوبي کي چکري وهي. ته اوس غواړي چه دغسي رذيل اشخاص دهمشموله حکومت غړي سي! اي کاش چه د رازق خان او تادين په اخور د شخوند نه وهلي. ته بايد دازادي په… نور لوستل »
فکر کوم چی اڅکزی صاحب د انصاف او عدالت له پولو اوښتی او په اوتو بوتو سر دی او یا هم داې چی اڅکزی صاحب پدی پوهیږی چی غوا توره او شیدی ئې سپینی دی اما دخلکو د دوکه کولو هڅی کوي.
چه ټول شموله حکومت جوړ نکى دنيايي قطعا” بايد په رسميت ونه پيژنى اونه بايدمجرمان په حکومت کى ونډه ولرى مجرما بايد داسي سخت محاکمه سى چه نوربيادجرم کولو جرءت ونه کى، عبدالواحد اڅګزۍ
دا په تیر رژیم کي د کندهار ولایت د امنیې قومنداني هم باید ټولشموله وای. اڅکزی صاحب څه دي پکښي وویل؟
دا د بولدک د تجارتي زمینو او ګمرکي عوایدو دمستحقینو د لیسټ ټولشمولیت د کابل د کابینې تر ټولشمولیت ډیر مهم وو. پر دې موضوع باندي که ښاغلی اڅکزی صاحب د سامسنګ ګلیکسي د ټلیفون د څراغ رڼا واچوي ډیره مهرباني به یې وي.
که تاجکستان، اير. ان، پاکستان او يا بل کوم ملک په افغانستان کي د ټول شموله حکومت چغې وهي نو اول دي په خپلو ملکونو کې د ټولو اقشارو په شمول حکومتونه جوړ کړي. افغانستان کې به ظرور د ټولو اقشارو په شمول حکومت جوړيږي مګر د شر او فساد پرديپاله جاسوسان به په کې نه وي انشاالله
ساپي راولاړه سول کوزې ته یې ول سورۍ یې. بوزې پر میږي وخندل چي مقعد دي ښکاره سو. امام علي رحمانوف دي په خپله ټوله کابینه کي، په ټوله دولتي دستګاه کي یو مسلمان کارمند، وزیر یا د اتحادیې مشر نلري، حال دا چي اکثریت نفوس یې مسلمانان دي. دی افغانانو ته د ټولشموله حکومت توصیه کوي. اونډرا!