
ازبکستان: د افغانستان ګنګل شوې سرمایه دې بیرته افغانستان ته وسپارل شي
نن ټکی اسیا (جمعه،۲۶ وږي، ۱۴۰۰ل): د ازبکستان ولسمشر وایي، د افغانستان کنګل شوې سرمایې باید بیرته افغانانو ته وسپارل شي.
شوکت میر ضیایوف نن د شانګهای سازمان ناستې ته په خپله وینا کې ویلي، چې په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې سرمایې باید بیرته خلاصې کړل شي، تر څو له طالبانو سره تفاهم او ډیالوګ ته زمینه برابره کړل شي.
نوموړي وویل، چې په افغانستان کې روان بشري او اقتصادي حالت ته په کتو به غوره دا وي، چې په بهرنیو بانکونو کې کنګل شوې سرمایې باید بیرته افغانانو ته وسپارل شي او په دې توګه د طالبانو او نورو حکومتونو تر منځ ډیالوګ ته زمینه برابره شي، تر څو د ترهګرۍ له راټوکېدو مخه ونیول شي.
یاده دې وي، چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته د امریکا ولسمشر «بایډن» اعلان وکړ، چې د افغانستان هغه سرمایې چې په امریکایي بانکونو کې شته، طالبانو ته په لاس نه ورکول کېږي.
هغه سرمایې چې په بهرنیو بانکونو کې کنګل شوې دي، اندازه یې تر نهه میلیونو ډالرو اوړي.
څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر «سراج الدین حقاني» او د ملګرو ملتونو د استازو تر منځ لیدنه کې هم نوموړي ټینګار کړی وو، چې د بانکي او اقتصادي چارو د لا ښه والي په موخه باید کنګل شوې سرمایه بیرته افغانستان ته وسپارل شي.