نړۍورزش

نیوزیلاند د امنیتي ګواښونو له کبله په سمدستي ډول پاکستان سره کرکټ سیریز لغوه کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ وږي، ۱۴۰۰ل): د نیوزیلاند کرکټ بورډ چې ټاکل شوې وه سر له ننه په پاکستان کې د یو ورځني سیریز پېل کړي، له لوبې پېلېدو څو شیبې وړاندې د امنیتي ګواښونو له کبله د سیریز لغوه کېدو خبر ورکړ.

د نیوزیلاند لوبډلې یاده پریکړه د پاکستان کرکټ بورډ لپاره حیرانونکې وه چې یوازې د پچې ویشتلو څخه څو شیبې وړاندې د یاد سیریز لغوه کېدو خبر ورکړل شو.

د نیوزیلاند د پېښې د مخنیوي او د کرکټ ترسره کېدو لپاره د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په سمدستي ډول د نیوزیلند لومړۍ وزیرې جاسیندا اردیرن سره تلیفوني تماس ونیوه او هغې ته یې د امنیت ډاډ ورکړ خو نیوزیلند بیا هم دغه لوبې لغوه کړې او د پاکستان ژر تر ژره پریښودو پریکړه یې وکړه.

عمران خان د نیوزیلند لومړۍ وزیرې ته ویلي چې ددوی استخباراتي ادارې د نړۍ یو له غورو څخه دي او تر دې دمه د امنیتي ګواښونه هیڅ داسې ستونزه نه ده لېدل شوې.

د نیوزیلاند کرکټ بورډ اجرائیوي مشر ډیویډ وایټ چې د لوبډلې سره په پاکستان کې و، د پاکستان بورډ ته خبر ورکړی چې دوی ته امنیتي ګواښونه ورکړل شوي او نشي کولی سیریز ترسره کړي.

د نوموړي په وینا چې د اوسمهال لپاره نیوزیلند نشي کولی د امنیتي ګواښونه په تړاو او له پاکستان څخه د لوبډلې د وتلو په تړاو معلومات ورکړي.

دا په داسې حال کې چې نن د ماسپښین ۲:۳۰ بجې د یاد سیریز لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د راولپينډي په لوبغالي کې پېل کېده او بشپړ چمتو والی نیول شوی و، چې آن مینوال هم لوبغالي ته رسېدلي وو.

دا لومړی ځل دی چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د نیوزیلند لوبډله پاکستان ته سفر کوي خو ددغه سیریز لغوه کېدل به پاکستان کرکټ بورډ ته سخت مالي او امنیتي زیان اړولی وي.

د نیوزیلاند اجرائیوي مشر پاکستان کرکټ بورډ ته په استول شوي اعلامیه کې ویلي چې دوی امنیتي ګواښونه ترلاسه کړي او د امنیتي ټیم د سپارښتنې له مخې نشي کولی دغه سیریز ته دوام ورکړي.

د نیوزیلاند لوبډله یوه اونۍ وړاندې د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته رسېدلې او په راولپینډي لوبغالي کې یې درې واره تمرینات هم ترسره کړي، خو په وروستیو شېبو کې ددوی په وینا ګواښونه ورکړل شوي چې له کبله یې ټوله دوره لغوه اعلان شوه.

ټاکل شوې وه نیوزیلاند لوبډله به لومړی درې یو ورځینۍ لوبې په راولپينډي، او ۵ شل اوریزې لوبې په لاهور کې ترسره کړي.

باید وویل شي چې د پاکستان حکومت د نیوزیلاند کرکټ دورې لپاره د امنیتي ګواښونو او دې ته ورته پېښو د مخنیوي لپاره له تېرو څو اونیو راهیسې د اسلام اباد او راولپنډي ترمنځ یو شمېر لارې د خلکو د تګ راتګ لپاره تړلې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي چې د پاکستان او نیوزیلاند د سیریز امنیت ساتلو لپاره ۴۰۰ پوځ او امنیتي پرسونل سربېره ۳۵۰ د ترافیک افسران او پرسونل د ترافیکي ترتیباتو نېولو لپاره ټاکلي وو.

په پاکستان کې د یاد سیریز په حیرانونکي ډول لغوه کېدو سخت بحثونه او د کرکټ پوهانو ترمنځ غوصه راپارولې او دا یې یو مایوسونکی کار بللی او په دې اړه یې نیوزیلند بورډ پړ بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x