افغانستان

پوتین: روسیه مجبوره ده د افغانستان د نوي حکومت سره تعامل وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ وږي، ۱۴۰۰ل): د روسيې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین وايي چې روسیه مجبوره ده چې د افغانستان د نوي حکومت سره تعامل وکړي.

پوتین چې د شانګهای د همکاري سازمان غونډې ته یې وینا کوله وویل چې روسیه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو لخوا د مجلس جوړولو ملاتړ کوي او د نړیواله ټولنه دې د افغانستان د شتمنیو د ازدیدو په اړه غور وکړي.

د شانګهاي د همکارۍ سازمان غونډه کې د ازبکستان ولسمشر هم د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو د ازدیدو غوښتنه وکړه او ټینګار يې وکړ چې د طالبانو سره تفاهم او ډیالوګ ته باید زمینه برابره کړل شي.

هغه زیاته کړه چې چې په افغانستان کې روان بشري او اقتصادي حالت ته په کتو به غوره دا وي، چې په بهرنیو بانکونو کې کنګل شوې سرمایې باید بیرته افغانانو ته وسپارل شي‌ او په دې توګه د طالبانو او نورو حکومتونو تر منځ ډیالوګ ته زمینه برابره شي، تر څو د ترهګرۍ له راټوکېدو مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې امریکا «د افغانستان بانک» شاوخوا لس میلیارده ډالر اسعاري زېرمې چې د امریکا په مختلفو بانکونو کې ايښودل شوي دي، کنګل کړي دي او اوسمهال د افغانستان حکومت ورته لاسرسی نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالب مشران دی خپل غږ جګ کړی څه یو انسان سړی ګروګان کړی څه د یوه ملت شتمنی دواړه بشری جرم دی. طالب مشرانو فقط په خپلو خلکو پسې راخیستی نجونو دی مکتب ته نه ځی. رنګ مو ورک شه خلک مو تباه کړل نه کار شته نه روزګار. تذکری، پاسپورت بانکونه هر څه مو بند اچولی. هدف مو دادی چی ملک منزوی کړی او ملت یو وار بیا د پنجابیانو احتیاجه او محتاجه وګرځوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x