ورزش

د نیوزیلاند له لوري سیریز لغوه کول، پاکستان ته د انګلستان لوبډلې سفر هم ټکنی کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ وږي، ۱۴۰۰ل): په داسې حال کې چې د نیوزیلاند کرکټ بورډ پاکستان سره سر له ننه پېلیدونکې لوبې په سمدستي ډول د امنیتي ګواښونو له کبله لغوه کړې، پاکستان ته د انګلستان کرکټ لوبډلې د سفر په اړه هم شکونه راپورته شوي دي.

ټاکل شوې ده د انګلستان نارینه او ښڅینه کرکټ لوبډلې په اکتوبر میاشت کې د شل اوریزو لوبو لپاره پاکستان ته سفر وکړي، خو د نیوزیلاند له لوري د امنیتي ګواښ ترلاسه کېدو خبر پاکستان ته نورې ستونزې هم راولاړې کړې دي.

د انګلستان کرکټ بورډ تایید کړې چې دوی هم پاکستان ته د سفر پلان ارزوي او په راتلونکو دوه ورځو کې به په دې تړاو پریکړه وکړي.

د نیوزیلاند کرکټ له لوري د سیریز لغوه کېدو په اړه ویل شوي، د نیوزیلاند حکومت دوی ته خبر ورکړی چې پاکستان کې یادې لوبډلې ته امنیتي ګواښونه ورکړل شوي او د امنیتي ټيم له لوري سپارښتنه شوې چې په سمدستي توګه سیریز لغوه او لوبډله نیوزیلاند ته راستنه شي.

د امنیتي ستونزو ارزولو لپاره د انګلستان بورډ هم ورته امنیتي مشاورین ټاکلي، تر څو د ورته مسئلو په اړه مشورې ترلاسه کړي، خو په داسې حال کې به انګلستان ته د سفر دوام حیرانونکی وي.

د ESPNcricinfo ویبپاڼې د راپور له مخې د انګلستان کرکټ یوه ویاند ویلي، «موږ د نیوزیلاند د پریکړې څخه خبر یو چې پاکستان کې د امنیتي ستونزو له کبله یې سیریز لغوه کړی او له دغه هېواده وځي، خو موږ د امنیتي ټیم سره په تماس کې یو کوم چې اوسمهال په پاکستان کې وضعیت په بشپړه توګه درک کولو لپاره شتون لري».

د نوموړي په وینا، د انګلستان کرکټ بورډ به په راتلونکو ۲۴-۴۸ ساعتونو کې پریکړه وکړي چې دغه سفر پرمخ ولاړ شي که لغوه شي.

د انګلستان دا سفر د پاکستان کرکټ لپاره د ډیر اهمیت وړ دی چې د امنیتي ستونزو له کبله له ۲۰۰۵م کال څخه وروسته په لومړي ځل انګلستان پاکستان ته د تلو پریکړه کړې ده.

د انګلستان له لوري دا دوه لوبې هغه مهال ومنل شوې چې په ۲۰۲۰م کې د کرونا وبا په سختو حالاتو کې د انګلستان په غوښتنه د پاکستان لوبډلې دغه هېواد ته سفر وکړ او هلته یې لوبې ترسره کړې.

ددې سربېره د انګلستان کرکټ بورډ په پام کې لري، په ۲۰۲۲م کال کې د ټیسټ لوبو لپاره پاکستان ته سفر وکړي، که څه هم د هغې سفر په اړه پریکړه کول به له وخت مخکې وي، خو په سیمه کې د امنیتي ستونزو بیا رامنځته کېدل ممکن ددې لړۍ ترسره کولو لپاره هم سمې پایلې ونه لري.

د نیوزیلاند او انګلستان پر وړاندې د سیالیو لغوه کېدل دریواړو لوبډلو لپاره د نړیوال شل اوریز جام چمتو والي ته زیان ورسوي کوم چې په اکتوبر میاشت کې ترسره کیږي.

که چیرې انګلستان کرکټ بورډ پاکستان ته سفر لغوه کړي ددوی هغه لوبغاړي چې د هند غوره لیګ پرځای یې پاکستان ته د تلو پریکړه کړې وه ممکن بېرته آی پي ایل ته وګرځي. د انګلستان یو شمېر لوبغاړو او کرکټ پوهانو د هند له لوري د وروستي ټيسټ په ځنډولو غوصه ښکاره کړې وه.

د انګلستان لوبډله د راتلونکي ژمي پړاو لپاره لا دمخه د ستونزو سره مخ ده چې د بنګلادیش پر وړاندې سیریز یې لغوه شوی او د استرالیا پر وړاندې د اشیز سیریز په تړاو یې لا هم پریکړې ته انتظار باسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x