نړۍ

د امريکا دفاع وزارت ومنله، چې د کابل ښار ډرون بريد کې يې ملکيان وژلي وو

نن ټکی اسیا (شنبه،۲۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د امریکا دفاع وزير لويډ اسټن منلې، چې تېره مياشت يې د کابل ښار کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ملکيان په نښه کړي وو، چې له امله يې لس تنه وژل شوي وو او بښنه يې غوښتې ده.

لویډ اسټن تېره ورځ يوې ناستې ته د وينا پر مهال وویل،  دی د هغې پېښې په اړه ډېره بښنه غواړي، چې د ناسمو معلوماتو پر اساس د تېرې اګسټ مياشتې په ۲۹مه نېټه په کابل ښار کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې لس تنه عام ولسي وګړي وژل شوي وو.

نوموړي زياته کړې: «موږ د دې پېښې په اړه ډېره زياته بښنه غواړو او هڅه به وکړو، چې له داسې تېروتنو عبرت واخلو.»

د يادونې وړ ده، چې د تېرې اګسټ مياشتې په ۲۹مه نېټه امريکايي بې پيلوټه الوتکې په کابل کې پر يوه کور برید وکړ، چې پر مهال يې لس کسان وژل شوي وو، چې اووه تنه يې کوچني ماشومان او درې يې عام سړي وو.

هغه مهال امريکايي ځواکونو ويلي و، چې په دغه برید کې يې د داعش ډلې د جګړو او چاودنو مسؤول په نښه کړی، چې غوښتل يې په کابل هوايي ډګر کې چاودنې وکړي.

د امريکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرنک مکنزي هغه مهال ادعا کړې وه، چې د دغه هوايي برید په پایله کې پر کابل هوايي ډګر د احتمالي ترهګريزو بریدونو مخه ونيول شوه، خو هغه مهال هم د وژل شوو کسانو کورنۍ ويلي و، چې امريکا د يوه ملکي نفر کور په نښه کړی او له کره اسنادو او ثبوت پرته يې په يوه کور کې لس تنه په شهادت رسولي دي.

خو جنرال مکنزي هم اوس منلې، چې وژل شوو کسانو له داعش ډلې سره تړاو نه درلوده او پنټاګون به هڅه وکړي، چې د وژل شوو کسانو کورنيو ته تاوان ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

یا خطا وتلي دي. دوئ مستحق خلګ په نښه کړي وه. دا بېګناه خلګ ځکه ورسره ووژل سول چي مستحق خلګ د دوئ په غیږونو کي ناست وه. د امریکا د دفاع وزارت تکړه ویاندویانو ته سخته اړتیا لري

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x