
د روان موټر چلونکي تېښته!؟
عبدالغفار سربڼ
زما د دغې ليکنې په موخه هغه کس پوهیږي چې د ښاغلی شهرت ننګیال لیکنه یی په نن ټکی اسیا کی د ” د دولس ګرامه ماغزه” په نامه لوستلې وي.
واک او حکومتي اداره او دستګاه یوه سریع سیر موټر سره پرتله کیدلی شي، د ریل ډک واګونونه له مسافرو سره او یا بیړۍ که په یوه هیواد کې له وګړو سره ورته وګڼل شي نو د بېړۍ او ګاډي د چلوونکي مثال داسې دی لکه د هیواد مشر او رییس.
نو که ددغه موټر چلونکي یا د بیړۍ ملاح او ماڼو د تېز رفتار په شېبه کې وتښتي د مسافرو او د موټر حال به څه وي. هیواد وال دوه کاله کیږي چې د امریکې د اجیرانو له خولې همدا یوه خبره اوري چې که د ارګ مشر واک پریږدي د قدرت خلا وطن له ستر ناورین سره مخامخ کوي نو ځکه د غني دوره باید پوره شي او بیا د انتخاباتو له لارې بل مشر وټاکل شي تر څو نظام ونه شړېږي او د ۹۰ کلونو فاجعه تکرار نه شي.
امریکایي طرف هم په وچ زور دی واک کې ساتلی و او حتی بندیان یې نه خوشې کول چې ارګ خپه نه شي.
همدا راز د نظام او د ګوډاګي پوځ د ساتلو لپاره یې هم پيسې ومنلې او هم په لسهاوو طرحې او وړاندیزونه یې د زلمي خلیلزاد له طرحې نه نیولې بیا د حکمتیار او نور … تر طرحو پورې وړاندې کړلې خو الله چې کوم شی مقرره کړی و د مهلت د رارسیدلو سره سم تر سره شو.
د کابل ادارې ماڼو یا ماڼوګان د واک موټر د رفتار په حال کې پریښود او لکه امریکایي پوځ د شپې په تیاره کې وتښتیدل. پوځ او نظام یې د کابل غلو ته او د حرفوي چکه چورانو او کیسه بورانو کړنو ته یواځې او تنها خوشې کړل. دا هم د یوې دسیسې برخه وه.
امارت اسلامي باندې فشار دا و چې کابل ته دې نه ورننوځي تر څو وینې تویې نه شي او چارواکو خپلې دندې پرېښودلې .مشرانو مخکې له مامورینو وطن پریښود. دوی داسې انګیرلې وه چې طالب نه به چارې وشړيږي، چور به ګډ شي او غلا قتل جنسي تجاوز او فساد فی الارض به هر کور او ټول ښار ولړزوي او طالبان به د نظم له ساتلو نه عاجز شي خلک به د دوی په خلاف وپاریږي، قیام او بغاوت به وکړي، وینې به وبهیږي او فورا به بي بي سي او سي ان ان او …. دغه حالت دنیا ته وښيي او نړۍ او ولس به پر اشغال او غني شکر وکاږي او د مرګ پر بادشاه! شعار به بیرته پر زنده باد بادشاه! شعار تبدیله شي. هم به امریکا او ناټو او هم به ګوډاګي سرخ رویه سرفرازه وي. نجیب او احمق شاه مسعود په مړینې قهرمانان شول خو ناصالح او غني به په ژوند اتلان شي، خو د اسلامي امارت هوښیار او متعهد مشران د دغې توطيې او حیلې په عمق خبر وو ډیر ژر او اوپراتيفي غبرګون يې وښود او ښار ته د امریکې د تهدیدونو سره سره راننوتل او دغه ویرونکې او وحشتناکه تشه یې ډکه کړه، دسیسه ناکامه او نظم برقراره شو.
دادې د مسوول او متعهد مومن واکمن هوډ او ژمنتیا.
دغه محاسبه هم الله د ولس په ګټه او د اسلامي امارت په ګټه وڅرخوله، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر انګازې او اوازې دومره اوچتې خپرې شوې وې چې ډیرو کمو غلو دا جرئت وکړ چې نظم خراب کړي او دا صرف کابل کې نه بلکه ټولو ولایاتو کې.
برعکس دغه توطيه او دسیسه بیاهم د امریکا او ناټو په خلاف تمامه شوه. د دوی روزل شوي عسکر او پولیس چې له هوایي میدان نه تښتیدلي وو د دوی د مرستندویانو مخه چې غوښتل یې په منډو او له امریکایي پوځیانو او سفارتي کارمندانو مخکې الوتکې ته وخيژي چا ونه نیوله، نتیجه دا شوله چې امریکې یو ځل بیا د اخر ځل لپاره د افغانانو وینه د دوی په هیواد کې تویې کړه سره له دې چې دغه افغانان د دوی مرستندویان او ترجمانان او متعهده دموکراتان وو.
د شهرت ننګیال لیکنه په غور ولولئ، دی د نجیب د تېښتې او ددۀ د ملګرو بغاوت ددۀ په خلاف ډیر ښه انځور کړی او فقط مستند او موثقه کرونولوژي ده او د هغو ورځو پيښې لیکل شوي دي. د تنظېمونو د ذات البیني جګړو انځور یې هم خورا په امانت کښلی او لیکلی دی.
هغه وخت ماڼو او د موټر چلونکی يعنې نجیب یو بدیل او ځای ناستې شورا موقت حکومت ته خپل واک لیږدول او ورکول غوښتل چې ملګرو او يوې جهادي مکارې ډلې په توره شپه بغاوت وکړ او قدرت یې غصب کړ او دی یې وتښتوه چې له ملګرو ملتو دفتر نه یی پناه وغوښتله . باقي قيصه یې په کولو نه ارزي، خو سره له دې چې قدرت پرته له څو مرموزو قتلونو په کراره انتقال شو دا چې مشروعیت او پوره ولسي وفاق او اجماع جوړه نه شوه د چلوونکي او ماڼو تشه او نه شتون هیواد له داسې ناورین سره مخ کړ چې تر دا پرون د اګست ۱۵ نیټې پوری مخامخ وو.
هغه تېښته د افغانانو له حافظې څخه نه ده وینځل شوې، ذات البیني جګړو کابل داسې وران کړ چې انګریز، روس او چنګیز هم نه و وران کړی د ولس شتمني کورونو، کروندې، تجارت، نغدې پيسې د میرمنو طلا او زیور چور او غلا شولې.
عامه دارايي حتی د دروازو تر قلفکو او میز او چوکیو هم غارت شول. زرهاوو میرمنې بې عفته شولې، حتی د هلکانو په عفت هم رحم ونه شه.
چیرته رقص مرده او چیرته د میرمنې سینې پرې شول او د چا پر سر میخ ټک وهل شو. ظلم داسې حالت ته ورسید چې پرته له ظالم نه چا کابل او نورو ښارونو کې ژوند نه شو کولای، ولس بیرته مهاجرت ته مجبوره شو. حلال منع او حرام جایز او جاري شول دغه ناورین کاشکې یو دوه کاله دوام موندلی وای.
کله چې هلکان هلکانو سره په زور ودول رواج شول او پردۍ ناوې د نکاح له محفل نه په زوره بل ته ودول پوره ښارونه ونیول، نو هلته لومړی ځل د همدغو طالبانو فقید او مرحوم مشر په ابتکار او مجاهدت د شر او فساد پر خلاف جهاد اعلان شو، په ډیر کم وخت کې موټر بیا چلونکی پيدا کړ او د بیړۍ ماڼو چارې سمبالول پيل کړل.
دا چې وروسته څرنګه دا لړۍ ودرول شوه او بیا نا اهله او نا قابله د موټر نوي چلونکي د بهرنیانو په ناولي لاس وټاکل شول ټولو ته څرګند تاریخ دی.
دغه دوه دورسره په سلیم عقل مقایسه کړی:
هاغه ځل چې د بیړۍ د ماڼو تشه او تیښته را مینځ ته شوه پر ولس څه راغلل.
دا ځل چې د غني له تېښتې سره ولس وویرول شو او چا پولیس او عسکر په رسمي لباس کې نه شو لیدلی او بازار د ناټو د روزل شویو غلو لپاره او د معتادینو له پاره شغالي او خالي و نو ولس له کوم حالت سره مخامخ شو.الله حاضر وګڼئ او رښتیا ووایئ ایا چا فکر کاوه چې له غني ګوډاګی نه دی قدرت د ناټو امریکې په نه شتون کې داسې ارامه او بې تاوانه اسلامي امارت ته ور انتقال شي. هر چا به دا ویل او ناټو او امريکې خو تل دا ویل چې داخلي جګړه حتمي پيښیدونکی ده. کومه ده داخلي جګړه دا د الله فضل او رحم دی چې پر افغان ولس پس له ۴۴ کاله ورحمیده او د یتیمانو او کونډو زارۍ یې واوریدلې او رحم یې وکړ. داسې چې پرته له څو مجرمینو د چا پوزه هم وينې نه شوه.
دغه تاریخي پيښه ثبت شوله او ساری یې شاید نه وي. استثنايي تاریخي پيښه ده.
افغانان یې باید قدر وکړي. شکرانه نفلونه د الله حضور ته وړاندې کړي او ددغه نعمت شکر وکاږي.
الحمد لله
موټر چلونکی نه دی ملامت، د ټرانسپورټ شرکت رهبري ملامته ده. د چا چي موټر چلول نه وي زده، هغه ته ولي سترینګ په لاس کي ورکوي. د ده خو رنګ لا د بېعقل وو، چي په عملي امتحان کي راڅخه کامیابه سوی وای لا ولاکه سټیرینګ ته راڅخه کښینستلی وای.
داشرف غنی د تیښتی د هڅونی په اړه خلک بیلابیل نظریات وړاندی کوی ځینی یو څه وایې ځینی بل څه اما دا چی ولی اشرف غنی قرار ته په فرار ترجیح ورکړه او د کابل په ګڼ میشتی ښار کې ئې مقاومت ونکړ ددې یواځنی وجه دا وه چی ده مخکی له مخکی دا پتیلی وه چی مقاومت ده ته فایده نکوی دده نوم نورهم بدوی او فایده یوازی دده په ګوډاګی اداره کې دده داخلی رقیبانو ته چی د شمالی ټلواله وه رسوی او دې له هرڅه نه په راتلونکی کښې دباندی پاتیږی نو هماغه وه چی تیښته ده… نور لوستل »
ما په ټول افغانستان ویبپاڼه کي هغه مهال یوه لیکنه ولوستل چي د اشرفغني لمړي کلونه وه. په هغه لیکنه کي څرګنده پیشبیني سوې وه چي اشرفغني د امیر امان الله خان چمونه را اخیستي دي چي منتقي نتیجه یې دا ده چي که دی ادامه ورکړي نو پایله به یې د نظام نسکوریدل او د ملي خزاینو ورکیدل وي. زموږ سادګي دا ده چي د تیر نظام سقوط یو تصادف بولو. غنی ښه پوهیدی چي څه کوي. ده اصلاً د لمړۍ ورځي څخه په افغانستان کي ساعت نه وو تیر. دا اغتشاش او سقوط ده خپله پلان کړی وو… نور لوستل »