افغانستان

يونيسيف: لس ميليونه افغان ماشومان بېړنيو مرستو ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا (شنبه،۲۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، لږ تر لږه لس ميليونه افغان ماشومان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

يونيسيف وايي، ميليونونه افغان ماشومان، د خوراکي توکو، درملو او د څښاک پاکو اوبو له ستونزو سره مخ دي.

د يونيسيف په وينا ډېری ماشومان د ژوند بنسټيزو اړتياوو ته لاس رسی نه دی او له همدې امله لکونو ماشومان بايد د خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې بستر شي.

په افغانستان کې د يونيسف د عامه اړیکو مسؤول سام مورت ويلي: «نن سبا نږدې لس ميليونه افغان ماشومان بېړنیو بشري مرستو ته اړتيا لري، هر څوک، چې د دې ستونزو مسؤول وي، بيه به يې پرې کوي، دغه ماشومان د وچکالۍ له امله د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري، دا ماشومان د ګوزڼ، سرې مخې او نورو واکسينونو څخه هم پاتې دي.»

بل پلو د پلازمېنې کابل په شمول په ګڼو ولايتونو کې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ هم وايي، چې د دوی د ماشومانو ژوند ترینګلی دی.

د کلثوم په نوم یوه داخلي بې ځایه شوې مېرمن وايي، چې يوه مياشت مخکې له خپلې کورنۍ سره کابل ته راغلي، دوی مناسب خوراک، د څښاک اوبه او د اوسېدو لپاره سرپناه نه لري.

د مېرمن کلثوم په وينا تر ټولو زياته ستونزه د ماشومانو لپاره وي، چې د ژوند بنسټيزو اړتياوو ته لاس رسی نه لري.

نوموړې وايي: «زه يو کلنه لور لرم، خو روغتيايي وضعيت يې ډېر خراب دی او لامل يې هم دا دی، چې خوراک ورته نه رسیږي.»

د افغانستان ډاکټران هم وايي، په هېواد کې د خورا ځواکۍ ستونزه په ډېرېدو ده او که نړيواله ټولنه د افغان ماشومانو وضعيت ته جدي پاملرنه ونه کړي، ستر بشري ناورين به رامنځته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x