افغانستان

جلال اباد ښار کې درې چاودنو ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت روغتیايي چارواکي وايي چې د جلال اباد ښار کې درې چاودنې شوي چې له کبله یې دوه تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنې د جلال اباد ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې شوي او په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ننګرهار حوزوي روغتون ډاکترانو ویلي چې د چاودنو له ځایه ۲۱ ټپیان دوی ته راوړل شوي دي چې دوه تنه یې د ژورو ټپونو له کبله مړه شوي دي.

په ټپي شوو کسانو کې د ښوونځيو شاګردان هم موجود دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې په چاودنو کې یو شمېر کسان برسېرن  ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د کابل ښار دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې هم پر یو کرولا ډوله موټر چاودنه کې د عیني شاهدانو په وینا دوه تنه ټپیان شوي دي.

ددغه چاودنو مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

نور دا د ټولو افغانانو مسئولیت دی چی د بی هدفه جنګ جګړو او ناامنی جوړولو نه دتیر نه په عبرت اخیستلو لاس واخلی او تیری ناکامه تجربی تکرار نکړی. د ډیرو کلونو جنګ جګړو او بدبختیو نه وروسته دا اولین طلایی فرصت دی چی افغانانو ته په لاس ورغلی نو باید سالمه استفاده ترینه وکړی او په هیواد کې د یو قوی او مستحکم اسلام نظام قیام ته د اوسنی دولتی قیادت سره لاسونه ورکړی څو اوسنی دولتی قیادت په ډیرو مشکلاتو چی په اوس وخت کې هیواد ورسره لاس او ګریوان دی برلاسی پیداکړی او هیواد د واقعی… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

څه بی منطقه جاهل ملایان دی ښځی نارینه ووډاکټرانوته نه پریږدی اونجونی مکتب ته نه پریږدی پس ښځی ډاکټرانی باید له آسمانه راشوه سی بایددښځو تداوی ونه سی آیادښځواودنروکم فرق سته تنهاښځی ګناه کوی نارینه ګناه نکوی آیادښځودګناه زمه واری سپین لنګو ټیانواخستی ده داکم منطق دۍ آیادوی عقل لری.عبدالواحداڅګزۍ

Karwan

جاهيل او مغرض واحد اڅکزي،
هيچا ندي ولي، چه نجوني او ښځي به تعليم نکوي! تاسي دملت ظالمان ولي دي بيځايه تورونو ته هوا ورکوي او په اور باندي تيل شيندي. طالبان لګيا دي د اناثو لپاره يوه ښه با عزته تعليمي لايحه جوړوي او په لنډه کي به د اناثو ټولي تعليمي مؤسيسي فعالي شي! اولس بايد صبر وکړي، هر څه به سم شي. که چيري د اناثو تعليمي او کاري حقوق ورنه کړل شي، نو بيا به زه هم سرک ته ووزم! ځکه هيځوک نه غواړي، چه اولادونه یي بيسيواده پاته شي.
نو پريږدي دغه بيځايه تبليغات! کاروان

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x