شعـــــرونه

د امن کور/ مظهري

م. ع. مظهري

دلته جوړ یو وخت سوچه شرعي نظام و
پر وطن او پر هیواد حاکم اسلام و

خوشحالي وه ازادي وه اطمینان و
نړۍ سم د امن کور افغانستان و

موږ کتل او موږ ليدل پر هیوادوالو
هغه شپې د خدای رحمت وې نړیوالو

سره وروڼه وه د لر وه که د بر وه
افغانان سره یو لاس او یو نظر وه

حق حقدار ته رسیده که ستاسو یاد وي
داسې نه چې یو ودان بل دې برباد وي

دغه وخت نو زعامت د داسې چا و
ډیر ساده و خو کامل ولیُّ الله و

د تعلیم او تعلم ښکلی دوران و
نړۍ سم د امن کور افغانستان و

دا نظام نه شو زغملای کافرانو
نو د جنګ پلمه کړه جوړه صلیبیانو

هغه دا چې زمونږ کور کې یو میلمه و
مسلمان و مجاهد و اُسامه و

دوی غوښتل چې دا مېلمه موږ په لاس ورکړو
د پلرونو پاک تاریخ زير او زبر کړو

بس پلمه د دوی همدا وه شروع جنګ شو
هر یو کاڼی د وطن په وینو رنګ شو

راته یو لاس دا خونخور وحشي جهان و
نړۍ سم د امن کور افغانستان و

څو ځوانانو ملاوې وتړلې دې ته
چې کفار به کړو ورټیل د مرګي خولې ته

په کلک عـزم یې جهاد لره کړه مخه
هر یو ځوان مو قهرمان و لکه زخه

مټي بـډ وهلي ستورو فدایانو
چې نسکوره مراکز کړي د غربیانو

تل په جام د شهادت پسژ روان وه
که افراد ددغژ لاري که مشران وه

هر اتل د استقلال وړی ارمان و
نړۍ سم د امن کور افغانستان و

سوچ او فکر يې مدام د ازادۍ و
هر غازي په تمه ناست د خپلواکۍ و

زمانه د استشهاد او د اعداد شوه
پاکه مینه د اسلام او د هیواد شوه

دلته څه معصومې وینې شوې روانې
او له سترګو اوښکې توی شولې پریمانې

انقـلاب پر زړونو جـوړ کړه پـرهرونه
شــهـادت رانه تنها کړه ګلابونـه

زندانـونـه هـم پریـمـانه رانه ډک شوه
څه زلمي مو لاس تړلي او ولچک شوه

خو زموږ مَحضِ توکل پر پاک سبحان و
نړۍ سم د امن کور افغانستان و

د کفارو اشرباڼي ورسره وه
هر مظلوم لره د سر او مال خطره وه

پر ودونو به هـم پَـیَـر شـوه توپونه
لـنـډه دا چـې افـغـانـان وه او مرګونه

کړو په نښه به غربیانو د يو لوري
غلامان به ورسـره وه لکه سیوري

مـوږ هم ونه کړه پروا د چا! تیار وو
ولِــقــاتــه دخـپـل رب خـمـارخمار وو

اخـر ماته شوه ټلواله د پـردیـو
خدای راولیده همدا ورځ میړنیو

غرور ونه کړئ غرور کړی شـیطان و
نړۍ سم د امن کور افغانستان و

اوس چې فتحه د هیواد راغله غازیانو
مبارک مو شه خو واورئ اتلانو

دا نصرت د کِبریا او ذوالجلال دی
چې مات کړی مو په نه څه لوی دجال دی

شهیدان چې درنـه هیر نه شي ملګرو
خیال یې وکړئ د يتیمو ببر سرو

که خوند اخلئ ددې فتحو له جریانه
له ولس سره به ښه کوئ تر توانه

مظهري دا انقلاب لوی امحتان و
نړۍ سم د امن کور افغانستان و

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

ته وه وايه قرآن په ترجمه که مسلمان يي (سوره الممتحنه آيات ،8,9)آيارواووددى 3000 مرګ چه دامريکا په هرښارکى تر افغانستان لوى مسجدونه دى او په هره کوڅه کى داسلام تبليغ روان دۍ هريودقرآن عالم دۍتنها په ږيره نه دۍ عالم آيااسامه اوملاعمر ددى3000قاتلين ندى اوددى 20کالو دخون ريزۍ ضمه واره ندى آيا ددوى کابينه چه اوس يي جوړه کړى ده(امربالمعروف اونهى عن المنکر) تعبير کولاى سى او که يي پردى دنيا دالله وکالت اخستۍ دۍ پرخلکو ملک دوږخ ګرزولۍ دۍ آيادوى قرآنکريم زده کړۍ دۍ چه فرمايي ،ړندوته لار ښوولاى سى پرمسلمان تنها نصيحت دۍ په اخلاقو عمل دهر… نور لوستل »

pattang

زه نه پوهیږم وروره چې تا ولې۱۸۰ درجې تغیر وکه؟ ایا ته هغه پخوانی عبدالواحد اڅکزی یې اوکه خوشې دهغه په نوم لیکنې کوې! مننه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x