افغانستان

نیویارک ټایمز: پنجشیر کې نه د جنګ نښې نښانې شته او نه هم د مقاومت کوم څرګ لګیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال چې تېره اونۍ یې پنجشیر ولایت ته سفر کړی دی په یوه تفصیلي راپور کې ویلي چې په دغه ولایت کې نه د جګړې نښې نښانې شته دی او نه هم د مقاومت کوم څرګ لګیږي.

پنجشیر ولایت چې د ستمبر د میاشتې په ۶مه په بشپړه توګه طالبانو ونیو، په ټولنیزو رسنیو کې یې په اړه ناسم معلومات خپریدل او له همدې کبله افغان حکومت خبریالانو ته اجازه ورکړه چې دغه ولایت ته لاړ شي او حالات وڅاري.

د نیویارک ټایمز خبریال چې د پنجشیر ولایت د مرکز بازارک څخه يې ۴۰ میله لرې سفر کړی ویلي چې په دغه ولایت کې د اوس لپاره جګړه پای ته رسیدلې او مقاومت تر غرنیو سیمو پورې محدود دی چې عملا ورته په پښو یا موټرو ورتګ ممکن نه دی.

راپور زیاتوي چې د پنجشیر د جګړې پر مهال او تر هغه وروسته داسې راپورونه په ټولنیزو رسنیو نشر شول چې طالبانو د مقاومت کوونکو او ملکي وګړو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونه کړې، خو کور په کور لټون، د مقاومت کوونکو نیول، عام محضر کې اعدامونه چې طالبانو رد کړي د دوی لپاره هم ممکن نه وه چې تایید یا یې رد کړي.

د برېښنا او د مبایل شبکو بندیدلو په پنجشیر کې د معلوماتو لویه خلا رامنځته کړې وه چې دغه خلا بیا د متضاد روایتونو، د ټول وژنو ادعاو، قومي پاک سازیو او دروغو اتهاماتو څخه ډکه شوه. په ټولنیزو رسنیو یوه ویدیو خپره شوه چې په کې ادعا کیدله چې د پاکستان ډرون الوتکه په پنجشیر کې ګرځي او د حکومت په مخالفینو بمباري کوي، خو وروسته ثابته شوه چې دغه ویدیو په اصل کې د یو ویدیويي ګیم برخه ده.

همدا راز د ایمرجنسي روغتون مسوولې ویلي چې دوی تر جګړې وړاندې د لویو تلفاتو لپاره تیاری ونیو خو د پنجشیر په جګړه کې د دوی تیاریو خلاف تلفات نسبتا کم ول او یواځې ۶۰ تر ۷۰ ټپیان دوی ته ور وړل شوي دي.

د راپور له مخې د قومندان مسعود قبر سره یو طالب لمونځ کولو. نوموړي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د مسعود قبر شیشه او ځينې برخې طالبانو نړولي دی. هغه وویل چې دغه کار ملکي خلکو کار کړی او په دوی پورې هیڅ اړه نه لري.

نیویارک ټایمز وايي چې طالبانو د قومندان مسعود قبر بېرته جوړ کړی او اوس په اصلي حالت کې دی او د قبر د پاسه شین څادر پروت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

منحیث د مومنو مسلمانانو موږ باید ټول یو بل ته شفاف و اوسیږو. په هر ډول پیښو کي چي هر څومره هیوادوال وژل کیږي یا زخمیانیږي یا کوم بل ډول ضررویني، دقیق ارقام یې باید شریک سي، چي په دې اړه لمړی مسئولیت د واکمنانو دی. دا ډیره غلطه خبره ده چي څوک وایي چي هیڅ څوک نه دي وژل سوي. ټول هغه د پخواني نظام دولتي عسکر چي په هلمند، کندهار او نورو ولایتونو او سیمو (لکه پنجشیر) کي ووژل سول، هغوئ د لسو لسو میاشتو تنخواوي نه وې اخیسي. د نن ورځي د مالیې وزیر الهي مکلفیت لري… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x