ټولنیزه برخه

په اداره کې د اهليت مفهوم او اهميت

سيد مبين شاه
په دولت او يا سکتور خصوصي کې اداره د خدماتو او يا اجناسو د باکفايته توليد په موخه جوړيږي چې په فعاليتونو، بشري قوت، اداري هيکل او په يو خاص تجسم او شکليت کې په ټولنه کې بروز کوي.
دا هم يو سالم حقيقت دی چې د هر کار د ښه سرته رسولو لپاره اهليت ضروري شرط ګڼل کېږي او په هره شخصي او يا ملي اداره کې چې ناباساماني موجوده وي نو خلک د نورو دلايلو ترڅنګ د نوموړي اداري مشران او يا کارکوونکي په عدم اهليت تورنوي.

په مختلفو هيوادونو کې کېدای شي د هغوی د تجاربو، قوانينو، فلسفو او (د اجتماعي، سياسي او اقتصادي) حالاتو په اساس د اهليت د معلومولو لپاره مختلف معيارونه وي او دا هم ممکن ده خو ضرور نده چې حتماً د يو پيشرفته مملکت د اهليت د معيارونو په استعمال دې د خلکو استخدام، د يو بل مملکت په اداره کې (چې په اجتماعي، سياسي او اقتصادي او د خلکو د سلوکو او اګاهۍ په لحاظ کاملاً يو مختلف هيواد دی) کارايي منځ ته راوړي.

په معاصره اداره کې علم کاري، تجربه او مهارت کاري د ټولو ارکانو او شروطو سره د اهليت د اصولو څخه شميرل کېږي.
زه غواړم دلته هر يو شرط يا رکن ته په دې نيت يوه لنډه اشاره وکړم چې کېدای شي زما ليکنه پدغه برخه کې يو اصلاح رامنځ ته کړي ځکه د موجوده بحرانو څخه د افغانستان ويستل ناممکن دي، بغير لدي څخه چې اداره يي د اهليت په صحي معيارونو برابره شي:

علم کاري:
په هر هيواد کې لوړې زده کړې د ژوند په مختلفو ساحو کې ددې لپاره جوړې شويدي چې په نوموړو ساحو کې د خدمت او يا اجناسو د کاري توليد لپاره بشري قوت په علمي او عملي لحاظ تيار کړي.
د تحصيل په دوران کې محصلين ارزيابي کېږي او د هغوی د استعدادونو مطابق هغوی ته نمرې ورکول کېږي. چې دغه کار د يوې خوا د محصلينو په منځ کې يو سالم مثبت او مثمر رقابت رامنځته کوي او هر يو کوشش کوي تر څو په ښو نمرو ددې لپاره د پوهنتون څخه فارغ شي تر څو د کار په محيط کې د تخصصي زده کړي په نتيجه کې غوره انتخاب وي او هلته په نوموړي اداره کې په خپلو ابتکاراتو سره دخدماتو توليد د کميت او کېفيت په لحاظ په کاري توګه زيات کړي او د اداري په پرمختګ کې غښتلي رول ولوبوي.

په مهذبه ټولنو کې شخصي او خصوصي اداري په مقرريو کې د اهليت لپاره اول شرط کاري علم بولي، يعني د قانوني کار لپا ره هغه کس نيسي چې د قانون په علم کې يي تعليمي دوره سرته رسولي وي او توانايي يي لري، او بيا دډيرو توانا تخصصي کسانو په منځ کې هغه کسان د مختلفو طريقو له لارو انتخابوي چې په اعلي نمرو فارغ وي او دښه ابتکاراتو خاوند او اداره د پرمختګ په لور روانولي شي. د قانوني کار لپاره رهبري بايد د قانون دانانو په منځ کې غوره انتخاب وکړي نه د قانوندانانو او اقتصادانا نو په منځ. او په همدي ډول د هر طبي هدف لپاره د طب پوهانو په منځ کې د غوره طبي ډاکټر انتخاب او داسي نور. په هرهيواد کې چې په شخصي او ياعامه ادارو کې دغه شرط ساقط شوي وي نو هغه اداره کاري او باکفاءته اداره نه ده او نا باساماني پکې موجوده دي او په سياسي اختلاس اخته اداره ده.

تجربه کاري:
کله چې اداره د يو فعاليت د سرته رسولوپه خاطر په تقرر کې د اهليت لومړی شرط پوره کړي، نو بيا داهليت دوهم شرط په معاصره اداره کې د نوموړي کار تجربه ده . دمثال په ډول د قوانينود کارلپاره د غوره قانوندانانو تجربو او د هغوي ابتکاراتو ته ګوري چې کوم يو يي د ښه تجاربو او ابتکاراتو خاوند دي او د همغي رشتي د متخصصينو ترمنځ د غوره قانوني علم او تجربي خاوند د اهليت دوهم معيار دي. که دغه معيار په کومه اداره کې نه وي مراعت شوي نو هغه اداره په مرض اخته اداره ده او د کاري خدمت او په مقرريو کې د شفافيت دعوه يي درواغجنه ده.

مهارت کاري:
د اهليت دريم شرط د هدف او فعاليت لپاره د متخصصو باتجربه کسانو ترمنځ غوره انتخاب هغه دي چې د هدف او فعاليت د ښه سرته رسولو لپاره تر ټولو ښه مهارت لري.

اداري فرهنګ:
د اهليت څلورم معيار اداري فرهنګ دي. په اداره کې د هدف او فعاليت د سرته رسولو لپاره بايد د متخصصينو باتجربه او با مهارته کسانو تر منځ هغه کس انتخاب شي چې د خپلو همکارانو سره د داري اهدافو په لاسته راوستو کې ګد کار وکړي او د هريو سره دقانون په چوکاټ کې مناسب سلوک وکړي.

په معاصرو پرمختللو نظامونو او با ثباته ادارو او ټولنوکې د سوء استفادي مخه (چې د انساني خود خواهي دفطري انګيزي ،او مطلق حريت په نتيجه کې رامنخ ته کېږي) د ټولني د افرادو د تعليم ، اګاهي او دقانون ښه تنفيذ نيولي ده. که څه هم په نوموړو ټولنو کې بي عدالتي د فطري قوانينو څخه د انخراف په نتيجه کې رامنځ ته کېږي مګراوس نوموړي نظامونه او ټولني د علمي تحقيفاتو په نتيجه کې د هغه عدالت په لورپه طبيعي ډول حرکت کړيدي چې فطري قوانينو يي پيشبيني کړيده.

مګر اسلام د اهليت لپاره قوت کاري چې پورتني ذکر شوي ټول شروط پکې شامل دي ضرورګڼي خو کافي يي نه بولي. بلکه امانت کاري يي د اهليت لپاره مهم رکن بللي دي او امين هغه کس دي چې د مسووليت په اداء کې د صلاحيت ، وخت، ادواتو او قدراتو په استعمال کې سوء استفاده، خيانت او ضايعاتو ته د صفر په طرف حرکت ورکړي. زمونږ د حکومت اوسني اداري تشکېلات، فعالتونه او بشري قوت او تصوير د ملي اهدافو د تحقق لپاره غير متناسب دي او افغانستان د بحران څخه دويستلو جوګه ندي.

عمر (رض) يو وخت والي مقرر کړه او د تقرر خط يي ورته ورکړ او ورته يي ليکلي وه چې که په کار کې قوي وي خو امين نه وي نو جزا درکوم. که ضعيفه وي او امين وي بيا دي هم لري کوم ، که هم ضعيفه وي او هم امين نه وي نو بيا دي لري کوم او هم د خيانت جزاء درکوم او که قوي وي او هم امين نو نوره ترقي او سلطه هم درکوم. وضعي نظامونه هم د قايد لپاره لاندي شروط وړاندي کوي چې د اسلام د اهليت په فارموله که هم راځي.

د حکومت اولياءالامورو سياسي رهبرانو، مدني ټولنو باندي غږ کوم چې زمونږ د عامه او شخصي او غيرحکومتي ټولو ادارو په مقرريو کې د اهليت اصول مراعت کړي تر څووطن د بحران څځه ووځي او خپلو ملي اهدافو ته ورسيږو او ناباسامانيو ته د پاي ټکې کېږدو او د ښواو مثمرو اصطلاحاتو لکه اهليت، اصلاح، ازادي، ولسواکې، صلحه،اسلام او داسي نورو مصطلاحاتو مفاهيم په عمل کې سرچپه استعمالنه كړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x