نظــر

مجاهدینو کرامو ته یو څو وړانديزونه!

ډېوه همت لور

تر هر څه مخکې لومړی غواړم د افغانستان غیور ملت ته د زړه له کومې مبارکې وړاندې کړم چې د لوی څښتن تعالی په فضل او مهرباني سره او د مجاهدینو په جهاد، د لیکوالانو په لیکنو ،د پوهانو په پوهاوي، د مبارزینو په مبارزو ، د استادانو په اسلامي ښوونو، او د عامو وګړو په ډول ډول قربانيو او کړاوونو سره یې یو ځل بیا خپلواکي را په برخه سوه.

اما بعد:
څنګه چې شوری په اسلام کې یو اصل او ځانګېړنه ده او د اسلامي تاریخ په مطالعه کولو سره څرګندیږي چې که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به لوی څښتن وحي کولې چې په هغو کې به هیڅ ډول شک او شبهه نه وه، او مشورې ته هیڅ اړتیا هم نه پیدا کېدل ، خو بیا به هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو رضي الله عنهم سره مشوره کول او د هغو نظرونه به یې اخیستل،تر څو دا اصل تل تر تله پاته سي.

د هیواد د خپلواکۍ لپاره د امريکې او د هغې د متحدينو په وړاندي دا شل کلني مجاهدې او مبارزې آسانه کار نه وو. ځکه نو ښايي د اسلامي نظام د پیل په مهال کې ځینې مهم ټکي په جدي توګه په نظر کې ونیول سي تر څو د اوسني نظام د لا ښه مخته تللو لامل وګرځي:
۱. ځینې کسان چې تر پرونه پورې یې د تیر نظام د مشرانو او سیاستوالو ملاتړ کاوه او په اصطلاح بوټ پاکان یې وه، په ډېره بې شرمانه توګه یې پر حق سترګي پټي کړي وې او د څو شنو پاڼو (ډالر) په بدل کې یې د هغو چوپړ واهه اوس په دې هڅه کې دي چې د قال الله او قال رسول په ویلو، غوړو کارولو سره ځانونه په اوسني نظام کې ځای پر ځای کړي. چې که دې ناولو عناصرو ته په سپېڅلي حکومت کي ځای ورکړه سي دا کار به د ولس سره سخته لويه جفا وي. باید په دې پوه سو چې دا ډول وګړي هیڅکله د چا ملګري کېدای نسي . دوی فقط د باطل او مادیاتو ملګري دي، بلکي که عامیانه ووایم زیاتره یې د ماش خاصیت لري.

۲. ټول هغه تسلیمیان چې دا تېر شل کاله یې ځانونه د امریکا غېږ ته اچولي وه، تېر کفري اشغال او نظام ته یې غاړه ایښې وه او د هغو ښه ډبل معاشونه يې تر دې وروستيو پوري خوړل، هغوی چي د طالب له سبېڅلي نامه څخه دا دومره عمر بده ګټه اخيسته او اوس هم له دې نامه څخه سوء استفاده کوي، بايد د اسلامي امارت ټول مشران او کشران ورته متوجه وي چي په اوسني حکومت کې هيڅ چانس ورته ورنه کړل سي. ځکه دوی یو ځل خپله ازموینه ورکړې ده او ناکامه سوي دي او په اسلامي شریعت کې دا ډول کسان د بد حیثیت خاوندان بلل کېږي.

۳.ټول هغه کسان چې په تیر نظام کې یې چور اچولی وو او لوی ، لوی بستونه يې اشغال کړي وه او اوس یو ځل بیا غواړي په
ظاهره د اسلامي امارت په پلوي کولو سره په اوسني نظام کي ځانونه ځای کړی . دا ډول کسان په اسلام کي د منافقانو حیثیت لري ، باید ډېر احتیاط ورسره و سي.

۴. د اسلامي امارت مجاهدین باید هغه کسان چې تېر شل کاله د اسلام او د مجاهدینو د پلوي کولو له امله په ډول ډول زورونو زورول سوي سوي دي ، له امتیازونو څخه ګوښه کړل سوي دي، د خپلو حقونو څخه یې برخې کړل سوي دي، له ياده ونه باسي داسي اشخاصوته بايد ډېره جدي پاملرنه وکړياو دا ډول وګړي له ځانونو څخه خفه او ليري نه کړي.

۵. د اسلامي امارت په نظام کې ډېرو هغو وګړي ته باید د کارکولو زمینه برابره سي چې نه یوازې دا چې تر اوسه یې هیڅ ډول خیانتونه نه دي کړي ، بلکې د دې ولس او هیواد د آزادۍ لپاره یې د کورنۍ غړي هم له لاسه ورکړي دي . اوس هم نه بهر ته تللي دي او نه هم په نظام کي ځای ورکړل سوی دی . په دې ډول وګړو کې هم علمي کدرونه موجود دي او هم دا شل کاله د تېر نظام سره په بې طرفه اوسېدو سره یې هر ډول امتیازونه له لاسه ورکړي دي .که دې ډول وګړو ته پاملرنه ونه سي، نو دا به د هغو په وړاندې خدای مکړه یو ډول بې عدالتي او ظلم تر سره سوی وي.

۶. د ښځو د زده کړو ، کار او ستونزو په هکله زما وړانديز دادی چي په مرکز او ولايتونو کي دي هماغه د «مېرمنو ټولني» ادارې دي داسي فعالي سي چي په ښځو پوري اړوندي ټولي چاري د دغو ادارو له خوا ترسره سي. مثلاً د نجونو او ښځو د مدرسو، ښوونځيو، پوهنتونونو ، روغتونونو، لاسي صنايعو او نور د هغو ټول کارونه دي د دغو ادارو له لاري پرمخ ولاړ سي. د ښځو د حجاب، اسلامي لارښوونو، پخلي، کوراوډلو او داسي نوري اړوندي چاري دي دغو ادارو ته وسپارلي سي. دادي زما څو عريضې نور نو زموږ لويان او واکمن اختيار لري او موږ ته يې منل او اطاعت لازم دي.

والسلام.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

یو څو تنه شته چې پخوا د پیښور له تنظیمی خلکو نه وو . او د کرزی دور کې فامیل وار د امریکایانو خدمت کې پاتی شوی . او ډالر یې ترې تروړل .اوس د کابل د فتحې سره سم ورغوښتل شوی که په کوم مناسب او باوقاره ځای کې مقرر شي . تر اوسه خو یې ندی مقرر کړی که چرته واسطې والا کس یې هغوی مقرر کړل زه به یې نوم وظیفه او دهغه کس نوم افشاء کړم کوم چې امارت کې ورته واسطه کیږی .

مولوي نجیب الله زاهد

ګرانې ډیوه خورې پر تاسو ویاړم او ستاسو دغه لیکنه ستاسو د لیاقت او نیک احساس ښکارندوی دی او الله مو همېشه د خپلې کورنی د سرتاج لره خو ګرانې خورې! دغه هېواد د ټولو افغانانو ګډ کوردی ټول به پکې اوسېږي او هېڅ څوک د دې حق نلري چې یو افغان د کار او یا نور حقونو څخه بې برخې کړي فتنو ته لمن وهل ګناه کبیره ده یو نظام هم سپېڅلۍ نه دې چې تاسو ورته اشاره کړې ده رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کل بني آدم خطاء و خیر الخطائین التوابون. او الله فرمايي: فلاتزکوا… نور لوستل »

ډېوه همت لور

مولوی نجیب الله زاهد صاحب ! زما په وړاندې ستاسې د نېکو پېرزوینو څخه مننه کوم او د لوی څښتن تعالی له دربار څخه درته د خوشحاله او اوږد ژوند غوښتنونکې یم. اما بعد: زاهد صاحب! فکر کوم تاسې زما وړاندیزونه تر پایه پورې نه دي لوستلي او که مو لوستلي هم دي اصلا صحیح مفهوم مو نه دی ځینې اخیستي. تاسې ویلي دي چې افغانستان د افغانانو ګډ کور دی…. ما په خپل وړاندیزونو کې نه دي ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور نه دی؟! او افغانان په هغه کې د ژوند او کار کولو حق نه… نور لوستل »

ډېوه همت لور

  مولوی نجیب الله زاهد صاحب ! زما په وړاندې ستاسې د نېکو پېرزوینو  څخه  مننه کوم او د لوی څښتن تعالی له دربار څخه درته د خوشحاله او اوږد ژوند غوښتنونکې یم. اما بعد: زاهد صاحب! فکر کوم تاسې زما وړاندیزونه تر پایه پورې نه دي لوستلي او که مو لوستلي هم دي اصلا صحیح مفهوم مو نه دی ځنې اخیستي. تاسې ویلي دي چې افغانستان د افغانانو ګډ کور دی…. ما په خپل وړاندیزونو کې نه دي ویلي چې افغانستان د ټولو  افغانانو ګډ کور نه دی؟! او افغانان په هغه کې د ژوند او کار کولو حق نه لري.… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x