افغانستان

یونیسیف: نجونې باید له زده کړو محرومې نشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ اداره یا یونیسیف مسوولینو د پوهنې وزارت د هغې اعلاميې په غبرګون کې چې یواځې د هلکانو د مکاتبو د پیلولو په اړه خپره شوې وه، ویلي چې په افغانستان کې د رخصتیو وروسته د ذکورو د متوسطو د بیا پرانېستنې هرکلی کوي خو نجونې باید له زده کړو محرومې پاتې نشي.

د یونیسیف اجرايي مدیر هنریتا فور تېره ورځ په یوه بیانیه کې چې د نجونو د ښوونځینو د نه خلاصېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

تېره ورځ د پوهنې وزارت په یوه اعلاميه کې ویلي وو چې د ذکورو متوسطې به له شنبې ورځي خلاصې شي خو د اناثو په اړه یې په دغه اعلاميه کې هيڅ نه وو ویلي.

د یونیسف ادارې اجرائیه مدیرې اوس ویلي چې یونیسیف هلکانو د مکتبونو د خلاصيدو هرکلی کوي خو دا ډيره مهمه ده چې نجونې پرته له کومه ځنډه خپل زده کړو ته ادامه ورکړي.

هغې زیاته کړې چې سږکال ۴.۲ میلیونه ماشومانو په ښوونځیو کې نوملیکنه نه ده کړې چې ۶۰ سلنه یې انجونې دي.

د یونیسیف د راپور له مخې په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ۹.۵ میلیونه زده کوونکي په ښوونځيو کې زده کړې کوي.

په افغانستان کې ذکور او اناث په جلا جلا مکتبونو کې زده کړې کوي او د مکاتبو تعلیمي او اداري چارې ټولې ښځېنه کارمندانې مخته وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمیدالله

طالبان د نجونو د مکتب د نه تګ په هکله هیڅ کوم دلیل هم نه دی راوړی. چی په کوم دلیل باید فعلا مکتب ته لاړی نشی. شاید دا تصمیم طالبانو ته ډیر کم اهمیت ولری. خو په همدی تصمیمونه دی چی خپل پلویان له لاسه ورکوی او ملت خپل دښمن ګرځوی. زما هیله دا ده چی زر تر زر د نجونو مکتبونه هم بیرته فعال کړی.

خالد

او پښتنو؛ لږ شانته فکر وکړئ پښتانه  ښځي وهي پزي او غوږونه يې پري کوي، ښځي د ولور په نوم خرڅوي، او پیسې يې جیبو کې اچوي د شرعي حجاب نه څو ک منکر ندي د علم زده کړه په نر او ښځه فرض ده خو دوی یې تحصیل ته نه پریږدي، شرعی حق یې په میراثي مال او جایداد کې د پلار، د اولاد او د خاوند لخوا نه ورکول کیږي، په افغاني کلتور کې بد لمنې ښځي ته فاحشه وایی خو موږ پښتانه بیا بد لمنې نر ته ولې فاحش او بد کاره نه وایو؟ ولې د لاطیانو او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x