اقتصادنظــر

د افغانيو د اوسني حالت اسباب

سيد مبين شاه

ددې په خاطر چې د افغانيو د اوسني حالت په اسبابو ښه پوه شو نو اول بايد د پيسو معنی، د ټولنې موجوده اقتصادي مشکلاتو، د مرکزي بانک اهدافو، پاليسيو او د پاليسي عمومي وسايل چې د نړۍ په بانکونو که معمول دي او بيا د مرکزي بانک فعاليت، هيکل، بشري قوت او هغه وسايلو ته يو لنډه کتنه وکړو. چې زمونږ مرکزي بانک يې استعمالوي نو وبه کولای شو چې بيا اسباب په صحي ډول تشخيص کړو او پيدا کړو چې مرکزي بانک په کوم اړخ کې کوم مشکلات لري او بيا وروسته هر يو مشکل ته احتمالي حلونه او تر ټولو غوره مناسب ممکن حل د معيارونو په چوکاټ کې انتخاب کړو.

پولي نظام ته يوه لنډه کتنه:
د پيسو پيژندنه:
هرهغه قيمت داره شي چې د خلکو ترمنځ د مالي تبادلي د معيار په حيث قبول شوي وي، د قرض د ادا‌ء کولو وړ قانوني سند وي، د قيمت او حساب معيار او د پيردلو قوت او پس انداز کيدلي شي د پيسو په نوم ياديږي. پيسي يا د روزمره تقاضا ، يا د سرمايګذاري تقاضا او يا د اضطراري تقاضا د رفع کولو په خاطر پکاريږي. پيسي فزيکي او غير فزيکي اشکال لري او د بانکنوټونو، سکو، چکونو، بيلونو اوحتي په اوس وخت کې د ډيجټل کودونو او په نور شکلونو کې په مختلفو هيوادونو کې مروجي او ورڅخه استفاده کيږي او د مرکزي بانک لخوا اداره کيږي. زه د مرکزي بانک د ټولو وظايفو څخه تيريږم او په لاندي ډول د پولي سياست اهداف په لنډ ډول ذکر کوم.

د پولي سياست اهداف:
د پولي پاليسۍ عمده اهداف چې د نړي مرکزي بانکونو په مستمر ډول ذکر کړي او يوازي د پيسو د عرضي او د سود دنرخ د رابطي او د هغي د کنترول څخه عبارت نه ده بلکه پولي پاليسي بايد د اقتصادي امارو متحوله وي. نو پدي اساس د نړي هر مرکزي بانک د پولي پاليسي اهداف په لاندي ډول ټاکلي دي:

.1 اعظمي توليد او اقتصادي پرمختګ (Economic growth)
.2 د اعظمي کاري فرصتونو ايجادول high level of employment
.3 د قيمتونو ثابت ساتل price stability
.4 د ګټي او تاوان د نرخ ثابت ساتل .
.5 د پولي بازار د توازن ثبات Stability of financial Market
.6 د اسعارود تبادلي د بازار ثبات Stability in Foreign exchange Market .

په مختلفو ټولنو کې اهداف دټولني د ضرورياتو په اساس اولويت بندي کيږي. ځني اهداف يو دبل سره ضميمه وي لکه د کار د ايجاد سره توليد زياتيږي او د توليد د زياتوالي سره کار ايجاديږي. نوموړي اهداف يو د بل ضميمه دي. خو د کار او توليد دزياتوالي سره انفلاسيون زياتيږي. نو پدي اساس توليد ، کار او د قيمتونو ثبات متضاد هدفونه دي. خو که انفلاسيون زياتيږي، بي کاري زياتيږي، توليد کميږي، د تبادلي نرخ متزلزل وي.که د سرمايګذاري رابطه د ګټي اوتاوان دنرخ پوري تړلي نه وي نو حتما يو جدي بحران موجود وي چې بايد تشخيص او جدي توجه ورته وشي.

د افغانيود اوسني حالتاسباب:
ددې بحث عمده هدف د پولي نظام نواقصو، اسبابو او د حل لارو ته د مرکزي بانک د مسوولينو متوجه کول دي. د مشکلاتو موجوديت په هر ځاي او وخت کې ممکن او طبيعي خبره ده، خو په مشکلاتو نه پوهيدل، او يا ځان نه پوهول او يا د حل په هکله مناسب ممکن اقدام نه کول نه تنها چې بي کفاءتي ده بلکه د ملت او وطن تباهي او لوي خيانت ده. ځکه پولي سيستم د يو مملکت د اقتصادي نظام يو مهم جزء دي چې بايد حقيقي اقتصادي پرمختګ رامنځ ته کړي. مګر په اوس وخت کې د مختلفو دلايلو په سبب د پولي ، حقيقي پرمختګ، تجارتي اومالي سيستم ترمنځ د هماهنګي تارونه سست او يا شکيدلي دي. نو پدي اساس حقيقي اقتصادي ثبات د لمنځه تللي دي او ټول خلک سردرګم دي. د مرکزي بانک پاليسي د افغانستان د پرمختګ سره لاتراوسه هماهنګه او متناسبه نده او نه د موجوده عيني مشکلاتو په حل کې موثره ده بلکه د رهبري ښه مسلکي جدي توجه، ښه ټيم او ښه ابتکاراتو او دريفورم په مسلکي تصاميمو کې ښه جراءت او شفافيت ته ډيره اړتيا شته.

د افغانۍ پيسو اوسني حالت او اسباب:
1 د اففاني تقاضا د جنس او خدماتو په بازار کې د افغاني د عرضي په نسبت ډيره کمه ده. او کله چې عرضه د هرشي د تقاضا څخه زياته شي نو د هغه شي په قيمت کې منفي تغير راڅي. ددي کار عمده سبب دادي چې افغاني زمونږ په توليدي دوران کې نده. د افغانۍ نشر فقط د بوديجي له لاري شوي او زياته يي په استهلاکي مصارفو کې بازار ته راوتلي. کيداي شي هغه پيسي چې په دوران کې وي د 300 ميلياردو په خوا او شا کې وي چې تقريبا د څلور ميلياردو ډالرو معادل دي پداسي حال کې چې زمونږ واردات د 8 ميليارد ډالرو په خوا او شاه کې او ملي ناخالص توليد مو د 20 ميليارد ډالرو په خوا او شاه کې دي. يعني په 20 ميلياردو ډالرو کې زمونږ يوازي 5 يا کم ميليارد ډالرو په اندازه افغاني په دوران کې دي چې کيداي شي زياته برخه ددي پيسو د صرافانو سره هم راکده وي.

مرکزي بانک د خصوصي بانکونو له لياري د ملي لويو توليدي پروژو د خصوصي سکتور لخوا دتمويل اقدامات وکړي. هم به توليد او کار ايجاد شي او هم به د افغاني ارزښت په بازار ثابت ځکه د ملي عايداتو په دوران کې به مشغولي شي. پاته دي نه وي چې تر اوسه مرکزي بانک پدي هکله هيڅ هم ندي کړي.

2. د افغانۍ قيمت د نوساناتو او د افغاني په ارزښت د عدم اعتبار په سبب خلک خپلي افغاني په اسعارو بدلوي او په خارج کې يي سرمايګذاري کوي. نو پدي اساس افغاني ته سرمايګذاري تقاضا کمه ده. مرکزي بانک بايد پدي هکله لازم اقدامات ورکړي. د عرضي او تقاضا د کنترول تر څنګ بايد مرکزي بانک د خلک د اطمنان په خاطر بيانيي، اعلاميي او نور هغه څه چې په داخل او خارج کې د پولي استقرار لپاره لازم وي سرته ورسوي.

3. په بازار کې د روزانه تقاضا 90- 95٪ توکي خارجي دي او يواڅي 5- 10٪ داخلي. په همدي خاطر په اصل کې د افرادو روزانه تقاضا په افغانستان کې خارجي مالونو ته ده او خارجي مالونه په اصل کې د خارج څخه په خارجي اسعارو پيرودل کيږي. همدا سبب دي چې تاجران او دوکانداران د مال د پلورلو لپاره خارجي اسعارو ته ضرورت لري نه افغانيو ته او افغانۍ د افغانستان د اقتصاد په توليدي جريان که نه ده. که څه هم په زياتو بازارونو کې زيات روزمره شيان دوکانداران په افغانيوپلوري خو د پلورولو په وخت کې هر دوکاندار صراف دي، لومړي د جنس قيمت په خارجي اسعارو تعينوي چې ملامت هم نه دي ځکه په خارجي اسعارو يي جنس اخيستي دي او بيا اسعار په روزمره نرخ په افغاني تبيدلوي او بيا يي پلوري او د ورځي په اخر کې افغاني صراف ته ورکوي او خارجي اسعار اخلي.

4. صراف افغاني له ځانه سره ډيري کوي او پدي طمعه چې مرکزي بانک به د افغاني د قيمت د ثبات په خاطر اسعار بازار ته راوباسي او افغاني به اخلي ترڅو د افغاني عرضه په بازار کې کمه او په قيمت کې ثبات رامنځته کړي. صراف انتظار وباسي ترڅو د اسعارو په مقابل کې د افغاني په خرڅ کې ګټه وکړي، نو پدي اساس صراف هم افغاني ته چندان تقاضا نه لري.

5. دولتي هغه قراردادونه لکه برق او نور چې بيل يي په افغاني راټولوي او بيا خارج ته پيسي په اسعارو ورکوي، ځکه خارجي وارداتي شريکان افغاني ته تقاضا نه بلکه اسعارو ته تقاضا لري، دولتي تصدي مجبوره ده چې افغاني په بازار کې د اسعارو په مقابل کې وپلوري دا هم په بازار کې د افغاني عرضه زياتوي چې د اسعارو په مقابل کې دافغاني د قيمت په ټيټوالي کې يو فکتور واقع کيږي. حکومت بايد په تجارتي مبادلاتو کې په ورداتي بديلونو کارونو وکړي.

6. که وګورو هغه داخلي او يا خارجي تاجران چې اجناس او ياخدمات په افغانستان کې اخلي زيات يي په خارجي اسعارو پيري او خرڅونکي هم اسعار ته په افغاني ترجيح ورکوي نو پدي اساس افغاني ته تقاضا کمه ده.

7. په افغانستان حتي املاک په اسعارو پلورل کيږي پدي معني چې خلک د افغاني د نوسان په سبب خپله تقاضا داخلي پيسو ته کمه کړيده.

8. عام خلک خو څه چې حتي دولتي مامورين چې د افغاني د ترويج خبري کوي اکثره خارجي اسعارو ته په افغاني ترجيح
ورکوي ځکه د بعضو کورونه او کار او بار يي په خارج کې دي. اکثره هغه خلک چې د کار، علاج، تعليم، تجارت لپاره خارج ته ځي چې په اوسني وخت کې تعداد يي زيات شويدي. چې دي کار هم د افغاني په نسبت، خارجي اسعاروته په افغانستان کې تقاضا زياته کړيده او د افغانۍ په ارزښت يي منفي تاثير غورځولي دي.

9. د حکومت داخلي عوايد په افغاني راټوليږي چې د افغاني د تقاضاء په زياتوالي کې مرسته کوي. خو داخلي عوايد د حکومت مصرفي بوديجه چې اکثريي معاشات دي هم نه شي پوره کولاي. پدي معني چې عوايد يواځي دحکومتي مامورينوجيب ته ځي. او مصرف يي په بازار اکثره د خارجي مالونو په پيريدلو مصرفيږي ځکه په بازار کې اکثره مالونه وارداتي دي نو ګټه ټوله خارجي توليدونکي ته ځي او کار هم په خارجي هيوادونو کې د افغانستان د حکومت په پيسو ايجاديږي. نه د مصرف او نه د ګټي پيسي زمونږ د اقتصاد په دوران کې داخليږي او نه په هغي پيسو افغانان کار ايجادوالاي شو. چې دغه د ګټي فرار هم دخارجي جنس د اخستلو په وخت کې د بازار د قانون مطابق د افغانيو ته د جبري تقاضا په مقابل کې دوکاندار او تاجر د اسعارو تبديلول په افغانيو کې مضمروي. خلاصه داچې د حکومت عمده عوايد د خارجي اموالو په تمويل کې مصرفيږي او ګټه يي خارج ته وځي نه زمونږ توليد ته ګټه رسوي او نه په هغي پيسو کار ايجاديږي.

10. پخوا د بوديجي څخه بهر د پرمختګ کومکونه هم اکثرپه خارجي اسعارو وه، خو اکثره کومکونه په خدماتي سکتورونو کې وه نه په توليدي پروژو كښي چې د افغاني په سرمايګذاري تقاضا يي منفي او يا هيڅ تاثير نه لاره.

11. د بوديجي په داخل کې خارجي اسعاري کومکونه وزارت ماليه اخلي. او مرکزي بانک به يا دهغي په مقابل کې يا نوموړي اسعارد خپل افغاني ريزرف څخه په افغاني تبادله کوي او که د افغانيو دنوي نشر له لاري يي په بازار کې عرضه زياتوي. په دواړو صورتونو که يي که وزارت ماليه نوموړي مبلغ په عادي بوديجه کې مصرف کړي نو په قصير المدت کې به د افغاني عرضه ډيريږي او داخلي توليد ته يي کومه ګټه نه رسيږي خو منتها د مرکزي بانک اسعاري ريزرف ته ګټه رسوي. د افغانيو او اسعاروهغه عرضه چې د سرمايګذاري په خاطر وي د افغاني قيمت او ملي اقتصادي ته ګټه رسوي.

12. د پيسو عرضه که د توليد مصرف او اضطراري تقاضا سره غير متناسبه او يا تنها د مصرف او يا استهلاک په خاطر وي نو د افغاني په قيمت نه تنها منفي اثر غورځوي بلکه د اينده نسلونو په حق کې غټ ظلم هم شويدي. پاته دي نه چې په 2002 کال کې دوراني افغانۍ يا تقاضا يوازي 60 ميليارد ه وي چې عرضه يي هم همدا وه. او اوس تقريبا د 450 ميلياردوخوا او شا ته رسيدلي. معلومه نده چې افغانۍ د څه په خاطر نشر ته رسيدلي…!!! د مصرف يا توليد او يا هم د بل غرض په خاطر. پدي هکله بايد يو څيړنه وشي.

13. کله چې مرکزي بانک اسعار د افغانۍ د قيمت د ثبات په خاطر د تبادلي په بازار کې خرڅ کړي د حوالو اونورو ليارو نوموړي پيسي خارجي هيوادونه ته يا په مشروعه او يا غير مشروعه توګه وځي، چې دتبادلي په بازار کې د اسعارو عرضه د افغانيو په نسبت کميږي او افغاني خپل قيمت له لاسه ورکوي چې دغه کار نه دايمي دي او نه د مرکزي بانک لپاره په اوس وخت کې د افغانۍ د ارزښت د ساتلو ښه وسيله نده او نه هم ممکنه ده.

14. په همدي ډول که مرکزي بانک د تجارتي بانکونو د اسعاري ديپوزتونو څخه د اسعاري ريزرف نسبت زيات کړي نو د اسعارو عرضه په بازار کې کميږي او د افغانۍ په قيمت منفي تاثير غورزوي.

15. چون د نړي هيوادونه يو پربل معتمد دي نو پدي خاطر وارداتي انفلاسيون هم کيداي شي افغاني متاثره کړي وي.

16. او داسي نور.

پاته دي نه وي چې اسعاري ريزرف د مرکزي بانک د پولي پاليسي او په تجارتي مبادلاتو کې د بيلانس تاديات د توازن يو وسيله او سرمايه ده. حکومت تري د عادي او انکشافي مصارفو په خاطر په مستقيم ډول استفادي نشي کولاي. نوموړي ريزرف په 2002 کال 100 ميلونه ډالر او په اوس وخت کې 9.4 مليارده ډالر دي چې د امريکا خزاني ته د پخواني چارواکو لخوا د ګټي په خاطر انتقال شوي وه او په اوس وخت کې منجمد د امريکا لخوا منجمد شويدي. هغه د افغانستان په مرکزي بانک کې ملي سرمايه ده او خلاصون يي د شروطو سره مل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

امریکا ، نړیوال بانک او مرکزی بانکونه دی له بیوزلو انسانانو او خصوصا د افغانانو سره کمک د نکوی بلکه دقاغذی پیسو چاپول چی له عوامو انسانانو غلا ده بنده کړی او صرف د هغوی حقونه ورکړی هغه هم داسی.. چى كله په پيسو باندى خبره كيژى نو اول د بايد د قاغذى پيسو په تاريخ او چى سنگه منز ته راغى او حقيقت يى سه ده پوى شو بيا تر هغه وروسته ورباندى بحث گتور تماميژى او د حل لياره هم روخانه كيژى قاغذى پيسى چى نن صبا رايجه ده دا اصلا په خبل ذات كى ارزش نلرى بلكه… نور لوستل »

111.jpg
محمد

كه د سرو زرو او سپينو زرو سكى رايجى وى نو د هر چا ثروت د هغه په جيب كى او اختيار كى وى ، نه دا چى د يو ملت سرمايه د كوم نريوال ادارى سره پروت وى او هغوى پرى شخوند ووهى

D524E1C9-40AC-4643-A029-515FE73D1FA1.jpeg
Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x