نظــر

صبر وکړئ او د رب شکر اداء کړئ!

عبدالحمید راشد

الله متعال ستر احسان وکړ، چې اسلامي نظام یې رانصیب کړ، داسې خلک مو حاکمان شول چې علماء، صالحین، غازیان او د رب څخه ویریدونکي بندګان دي.

زما د معلوماتو په اساس ټاکل شوې کابینه بې سابقې ده، دوی له سترو چلینجونو داخلي او بهرني فشار سره مخ دي،دوی امادګي نه درلوده، خو نظام او ستر مسؤلیت ورپه غاړه شو، نو که غواړئ چې حاکمه طبقه مو خادمه طبقه شي، نو د چیلنجونو په دفع کولو کې ورسره مرسته وکړئ.

تخریب مه کوئ، د غرب او د هغوی د تبلیغاتو څخه مه اغیزمن کیږئ، د مخالفتونو په ځای مرسته وکړئ او د نظام د چارو په مخته وړلو کې همکاري وکړئ.

غرب غواړي چې زموږ مظلوم ملت نور هم وځپیږي، الحمدالله چې امن راغی، نور مشکلات به هم رب حل کړي.

اقتصاد او د هېواد پرمختګ زموږ په لاس کې دی؛ که غواړئ چې وطن جوړ شي نو لاسونه ورکړئ؛ جیلنجونه په فرصتونو بدل کړئ، یو بل وزغمئ.

ځکه فقط زغمل د حل لار ده.
او بس!

صبر وکړئ!
تېر نظام کې هم په میاشتو میاشتو ستاسو معاشونه بندیدل، هلته د معاش له نشتون سره جګړه، فساد، غلا او لوټ و، سره له دې چې تېر نظام سره ټوله نړۍ ولاړه وه، ټول سره راجمع شوي وو، خو بیا د بیکارې او لوږې ګراف ډېر لوړ و.

نن چې کوم مشکلاتو سره طالبان مخ دي، او ولس دردیږي هغه د تېر نظام کثافت دی، دا ګندګي او چټلتیا پاکول یو څه وخت ته ضرورت لري.

درنو هېوادوالو!
که غواړئ نظام مو جوړ شي نو د خپلو دردېدلو رهبرانو سره دغه دروند پیټی سپک کړئ او نظام مو تقویه کړئ ترشاه یې ودریږئ او داخلي مشکلات له منځه یوسئ، په یوه غږ د هغه چا مخالفت وکړئ چې نظام ګواښي.

پریږده چې مشران مو اقتصاد قوي کړي، بهرني ګواښونه دفع کړي او د هېواد د سوکالۍ لپاره کار وکړي.

د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ په هېله!

ستاسو ورور عبدالحميد راشد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x