اقتصادنظــر

زموږ اقتصاد؛ څه و، څه وشول او څه به کېږي؟

شاکر جلالي

څه و؟
د افغانستان د اوسني اقتصادي نظام اساس د پخواني پاچا نادر خان په وخت کې اېښودل شوی او د ظاهر شاه او داود خان په دورو کې افغانستان وشو کولی چې نورو بهرنیو هېوادونو ته توکي صادر کړي او نړیوال سیاحان د افغانستان له گڼو سیمو ننداره وکړي. په دې دورو افغانستان وشو کولی چې خپل د اړتیا وړ برېښنا تولید کړي، گڼو هېوادونو ته ټوکر او غالۍ صادر کړي. په حقیقي اقتصاد کې یو هېواد باید نورو هېوادونو ته څه صادر کړي چې د هغې مقابل کې باید د هېوادوالو د اړتیا وړ توکي راوارد کړي. که چېرې د وارداتو او صادراتو تر منځ واټن ډېر وي، واردات نسبت صادراتو ته ډېر وي نو دا د هغه هېواد په بېوزلۍ او ناتوانۍ باندې دلالت کوي. البته دلته ځینې استثنايي هېوادونه شته خو د اقتصاد په تیوریو کې قانون دا دی چې هوسا هېوادونه تل صادرات ډېر لري نسبت وارداتو ته. د افغانستان تېرو مسوولو حکومتونو دې برخې ته ډېره توجه کړې وه چې د هېوادوالو اړتیاوې د افغانستان په داخل کې پوره شي او وکولی شي چې نورو بهرنیو هېوادونو ته صادرات ولري او نړیوال سیاحینو مخه افغانستان ته راوګرځول شي.

د ۱۹۷۸ د اپریل له کودتا وروسته اروپايي او امریکايي سیاحانو افغانستان ته تگ راتگ لږ کړ او د افغانستان صادرات د بهرنیو هېوادنو د بندیزونو له امله ډېرې ټیټې کچې ته راښکته شول. د افغانستان اقتصادي اتکا ټوله په روسيې شوه او خپل اقتصادي ساختار یې له لاسه ورکړ، دا په داسې حال کې دی چې خلقیانو ته له داوود خان څخه یو منظم حکومت په لاس ورغی. د افغانستان په اقتصادي تاریخ کې د داود خان وروستی کال و چې افغانستان وکولی شول چې غنم بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي.
د خلقیانو له کودتا وروسته د افغانستان صادرات یوازې د وخت شوروي هېواد ته لېږدول کېدل او په نورو نړیوالو بازارونو کې یې ځای نه درلود او ورسره د داخلي اړو دوړ او جنگونو له امله د هېواد اقتصاد په ځوړ حالت کې و او افغانیو هره ورځ خپل ارزښت له لاسه ورکاوه، او په اقتصادي لحاظ په پای کې د افغانستان اقتصاد په بشپړ ډول په روسانو متکي شو او دې مرحلې کې مو اقتصاد د رسانو په مرستو او کومکونو ولاړ اقتصاد و. په ۱۹۹۲ کال کې چې مجاهدینو په کابل کې واک ترلاسه کړ او ورسره جوخت د داخلي جگړو له پېل سره د هېواد پاتې اقتصادي زیربناوې د جگړو له امله له منځه ولاړل، هېوادوال گاونډیو هېوادونو ته په مهاجرت مجبور شول او اقتصادي دستگاه په ټپه ودرېده، افغانیو خپل ارزښت له لاسه ورکړ. په ۱۹۹۶ کال کې چې طالبانو واک تر لاسه کړ نو یو وران او ویجاړ هېواد ورته په میراثه کې پاتې و، هېوادوال مهاجر ول او پاتې چې هېواد کې ول هغوی ترې یوازې د امنیت هیله درلوده او نوره تمه له دوی څخه نه کېده. له ۱۹۹۲ تر ۲۰۰۱ کال پورې چې د مجاهدینو او طالبانو دوره وه، په دې دورو کې کوم مشخص لوري له افغانستان سره مرستې نه کولې او دې مرحلې کې یوازې ځینو عربي مسسو د افغانستان په ګڼو برخو کې فعالیت درلود، د بېوزلو کورنیو سره یې مالي مرستې کولې، مکتبونه او جوماتونه یې رغول.

څه وشول؟
د طالبانو له سقوط سره په ۲۰۰۱ کال کې امریکایانو د افغانستان اقتصادي سیستم د ازاد بازار په اساس ډیزان کړ او د بانکدارۍ قانون له سره ولیکل شو. افغانۍ په نوې بڼه چاپ شوه او د نوو افغانیو پشتوانه بیا له بهرنیو مرستو څخه جوړه شوه. د مرکزي بانک دغه شتمني نړیوالو بانکونو سره پرته وه او د افغانستان بانک به هره اوونۍ له دوی څخه ډالر تر لاسه کول. او دغه تر لاسه شوي ډالر به د افغانیو په مقابل کې لیلام کېدل چې د افغانیو ارزښت د ډالرو پر مټ وساتي. دا ساختار متوازن نه و او افغانۍ هره شېبه له کړکېچ سره مخ وه، که چېرې مرکزی بانک له بازار څخه هره اوونۍ اضافي افغانۍ نه وې راټولې کړې نو افغانیو خپل ارزښت له لاسه ورکاوه او له سقوط سره مخ کېدې. د افغانستان د اقتصاد دغه ساختار چې د نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانک له لوري د امریکا متحده ایالات په حمایت ډیزاین شوی و تقریبا یو جعلي میکانیزم و او هره ورځ له یو تهدید سره مخ و او دې مرحلې د افغانستان ټوله اقتصادي اتکا په امریکايانو باندې وه.

د روان کال د اګست په څوارلسمه د مرکزي بانک چک په دوبۍ کې د امریکايي بانکونو له لوري رد شو او مرکزي بانک ونه شوای کولی چې کافي ډالر تر لاسه کړي او د شنبې په ورځ چې د اوونۍ پېل و سوداګریزو بانکونو ته ډالر ورکړي. له دې سره د شنبې په ورځ مارکیت کې هنګامه شوه چې له سوداګریزو بانکونو سره ډالر نه سته چې مشتریانو ته یې ورکړي نو له دې سره په مارکیت کې وېره پیدا شوه او خلکو پر بانکونو هجوم وکړ چې بانکونه له کړکېچ سره مخ شول. د دې ورځې په سبا باندې چې د اګست پنځلسمه ورځ وه مرکزي بانک د دې له پاره چې دغه کړکېچ تر یوه حده مدیریت کړي سوداګریزو بانکونو ته یې څه اسعار ورکړل او ځینې محدودیتونه یې وضعه کړل چې تر یوې اندازې پورې د خلکو ستونزې حل شوې او په همدې ورځ کابل د پخواني رژیم له ولکې سقوط وکړ او هېواد د اسلامی امارات تر ولکې لاندې راغی.

څه به کېږي؟
د کابل له سقوط وروسته بانکونه تر دوو اونیو پورې ونه توانېدل چې خپل عملیات بیا ځلي پېل کړي، ځکه د دوی کار د مرکزي بانک تر فعالیته پورې تړلی و. د اګست پر ۲۱ د امارت له لوري د مرکزي بانک نوي مسوولین وپېژندل شول او بانک خپل فعالیت له څه محدودیتونو سره پېل کړ. له دې سره د سپټمبر له پېله سوداګریزو بانکونو هم خپل عملیات پېل کړل او مرکزي بانک سوداګریزو بانکونو ته ډالر او افغانۍ ورکړې تر څه دوی وکولی شي چې خپلو مشتریانو ته مالي خدمات وړاندې کړي. د مرکزي بانک له هدایت سره سم، بانکونو هره اوونۍ انفرادي حسابونو ته ۲۰۰۰۰ افغانیو پورې تادیات ورکول او لا هم یې ورکوي. شرکتي او صرافي حسابونه هم له محدودیتونو سره مخ دي.

د جمهوریت له سقوط او د امارت له بریا وروسته نوي نظام ته بانکي بحران په میراث پاتې شو او که دا په میراث پاتې شوی هم نه و نو د نظام له سقوط سره دا بحران اټکل کېده چې نوی نظام به د بانکي نظام د بقا او د افغانیو د ارزښت ساتلو په مدیریت کې ښايي له ډېرو کړاوونو سره مخ شي. د امارت له ولکې سره سم، د امریکا د مالیي وزارت اعلان وکړ چې دوی د افغانستان بانک ریزرف چې شاخوا ۹.۴ ملیارده ډالر کېږي کنګل کړي او بیا ورکړه یې د افغانستان بانک ته مشروط دی، د امریکا د مالیي وزارت شرطونه تر دې دمه ډېر د ښځو پر ازادۍ او د بشر پر حقونو راڅرخېږي او کوم واضح شرایط نه لري.

امریکایان او ائتلافیان به یې له دې ریزرف څخه پر امارات د یوه سیاسي ابزار په شکل استفاده وکړي. که چېرې مرکزي بانک په نږدې راتلونکي کې په دې ونه توانېږي چې دغو ریزرفونو ته لاسرسی پیدا کړي نو ښايي چې د افغانستان بانکونه له سقوط او ولس له بشري ناورین سره مخ شي. ځکه دا د افغانستان د خلکو پانګې وې چې له بانکونو سره یې اېښودلي ول او مرکزي بانک بیا د خلکو دغه اسعار په ګڼو بهرنیو بانکونو کې ساتل.

څه باید وشي؟
نوی سیاسي نظام د دې لپاره چې له دې کړکېچ څخه په ښه ډول ووځي باید له لاندې لارو چارو ګټه پورته کړي:

• امارت باید مرکزي بانک کې تېر باتجربه مامورین د مشرتابه تر کچې پورې وګوماري، هغوی د افغانستان د پولي سیاست له ستونزو سره اشنايي لري او کولی شي چې په لنډ مهاله موده کې دا بحران تر یوې کچې مدیریت کړي.

• دا چې د ریزرف کنګل کېدل یوه سیاسي-اقتصادي ستونزه ده، نو یوه فعاله ډيپلوماتیکه دستګاه باید لاس په کار شي تر څو له امریکایانو سره په دې اړه یوې نتیجې ته ورسېږي.

• د بانکونو شته پانګه باید له محدودیتونو سره د مشتریانو تر منځ ووېشل شي تر څو ټولو هېوادوالو ته د ورځني اړتیا مطابق افغانۍ ورسېږي او د دغه مالي بحران مخه تر یوې کچې ونیول شي.

• مرکزي بانک باید سوداګریز بانکونه په دقیق ډول تر څارنې لاندې ونیسي، که چېرې خدای مکړه په بانکي سکتور کې یو بانک هم د بې توجهۍ له امله سقوط کېږي نو ټول بانکي سکتور به کړکېچ سره مخ او ولس به نور په بانکي سکتور باور ونه کړي.

• مرکزي بانک چې د ولس سترګې ورته دي باید خپل رسنیز فعالیت ډېر کړي او هېوادوالو د خپلو فعالیتونو په اړه اطمنان ورکړي.

• مرکزي بانک باید له نوو تګلارو سره وکولی شي چې سوداګریزو بانکونو ته د فعالیت کولو او چارې پر مخ وړلو لپاره لارې چارې وښايي.

که چېرې په دې حساس تاریخي پړاو کې د بانکي سکتور مدیریت په احتیاط سره ونه شي نو ښايي چې موږ د افغانستان یوه ستره پانګه چې بانکي سکتور دی د اوږدې مودې لپاره له لاسه ورکړو.

و ما علینا الا البلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

جناب شاکر جلالی صاحب ستاسو لارښوونې ټولې پرځای او د قیقې دي او یوه علمي او اقتصادي مشوره ده لیکن ګران او محترم جلالي صاحب راځی چې په حقایقو و غږېږو ځکه د دې خاورې بچیان یو او په همدې خاوره کې پیداشوي یو او په همدې خاوره کې به مرو او مرګ مو هم د الله په لاس کې دی تاسو ډېرې مهمې نکتې ته اشاره کړې چې هغه هم د افغانستان بانک د پخوانیو باتجربه کارکوونکو بېرته په کار اچول دي: لومړی داچې طالبانو خلکو ته ویل چې تاسو خارج ته مه ځی مونږ تاسو ته اړتیا لرو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x