نړۍ

په افغانستان اونوره نړي کی دامریکایی عسکرو تلفات

(نن ټکي اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۸) نیویارک: پرافغانستان باندی دامریکی دبرید دلسمی کلیزه په مناسبت په امریکاکی کی یوي څیړنیزه موسسي دامریکایی عسکرو دتلفاتو په اړه یوراپور خپورکړی دي، چي په افغانستان کی وژل شویي عسکراکثره ددولسم ټولګی څخه فارغه شوی سپین پوستی امریکایان دي.

دنیویارک دسټیټ یونیورسټی هغو پروفیسرانو چی په افغانستان کی دامریکایی عسکرو دتلفاتوپه اړه یی مالومات راټول کړی وایی، زمونږ راپور دعسکرو دجنازو اوهغوي ته داحترام دمراسمو له ورقوڅخه اخیستل شوی دي.

راپورکاږي چی په افغانستان کی د ۲۰۰۱ کال داکتوبرله میاشتي څخه بیا د ۲۰۱۰ کال تراخیره پوري  ټول ۱۴۴۶ امریکایی عسکر وژل شوی دی چی دهغو له جملي څخه ۲۳ تنه ښځینه عسکري دي.

 

اوهمدارنګه که یی په توکمیزه سطحه راواخلو، له ټولو ۱۴۴۶ وژل شویو عسکرو څخه ۸۹ په سلوکي سپین پوستي ‎، ۸ به سلوکی توربوستي، ۱ به سلو کی انډین امریکایی، او ۲ په سلوکی اسیایی امریکایان په افغانستان کي وژل شوی دي. اوکه یی دپوهنی په سطحه باندی وشمیرو، نو په افغانستان کي له وژل شویو ټولو امریکایانو څخه ٪۶۷ په سلوکي ددوولسم ټولګی فارغه وو، ۱۲٪ په سلوکي له دوولسم ټولګی څخه وروسته څلورکاله پوهنتون ویلی وو، ٪۱۰ په سلوکی له ځیني پوهنتونونوڅخه فارغه شوی ول، ۴.۶ په سلوکی له عسکري اکاډمي څخه فارغه شوی وو، ۳.۶ په سلوکي یی  لوړي زدکړي کړي وي، او ۲ په سلوکي بیخي بی تعلیمه وو. راپور وړاندی لیکی چي په افغانستان دوژل شویو امریکایانو څخه ۳۱٪ د ۲۲ کلنو او یا له دغه څخه کم عمره  وو چی وژل شوی دي اوپاتی ۷۱٪ په داسي وخت کی وژل شوی دي چی عمرونه به یی له ۳۰ کلنوڅخه کم وو. همدارنګه راپورزیاتوی چی زیات شمیر وژل شوی امریکایان دکلیوالو سیمو اویا وړوښارونواوسیدونکی وو، اوټول وژل شوی امریکایی عسکر نه خو ډیرشتمن اونه هم ډیرغریب خلګ وو، بلکه دمیانه درجي امریکایان وو. په افغانستان کی دامریکایی عسکرو تلفات که دامریکي په تاریخ له نورو امریکایی جنګونو سره پرتله کړو نوپه لاندی ډول دي.

۱: په امریکا کی کورني جنګ ۱۸۶۱—۱۸۶۵ ټول ۶۲۵،۰۰۰ زره امریکایی عسکر وژل شوی وو، که دعسکرو دغه شمیره پر ورځو باندی وویشو نوهره ورځ په دغه جنګ کی   ۵۹۹ امریکایان وژل کیدل.

۲: اول نړیوال جنګ ۱۹۱۷—۱۹۱۸ ټول ۱۱۶،۵۱۶ زره عسکر وژل شوی وو، چي دورځی له حسابه هره ورځ ۲۷۹ عسکر وژل کیدل.

۳: دوهم نړیوال جنګ ۱۹۴۱—۱۹۴۵ ټول ۴۰۵،۳۹۹ زره عسکر وژل شوی وو، چی دورځی له حسابه هره ورځ ۴۱۶ عسکر وژل شوی دي.

۴: دامریکایانو او ویټنام جنګ ۱۹۵۵—۱۹۷۵ ټول ۵۸،۱۵۱  زره عسکر وژل شوی وو، چی روزانه به ۲۶ عسکر وژل کیدل.

۵: دامریکی اوکوریا ترمنځ جنګ ۱۹۵۰—۱۹۵۳ ټول ۳۶،۵۱۶ عسکر وژل شوي وو، که یی پر ورځو وویشو نو هره ورځ به ۴۵ امریکایی عسکر وژل کیدل.

۶: دامریکی دانقلاب جنګ ۱۷۷۵—۱۷۸۳ ټول ۲۵،۰۰۰ زره عسکر وژل شوي وو، چي دورځي له حسابه هره ورځ به ۱۱ عسکر وژل کیدل.

۷: دامریکی د (۱۸۱۲) جنګ ۱۸۱۲—۱۸۱۵ ټول ۲۰،۰۰۰ عسکر وژل شوی وو، چي که یی پرورځو وویشو نو په یوه ورځ کی به ۳۱ عسکر وژل کیدل.

۸: دامریکی اومیکسیکو ترمنځ جنګ ۱۸۴۶—۱۸۴۸ په دی جنګ کی ټول ۱۳،۲۸۳ عسکر وژل شوی وو، که یی پرورځو باندی وویشو نو هره ورځ به ۲۹ عسکر وژل کیدل.

۹: دامریکي له لوري دترهګري په نامه اعلان شوی جنګ چی ۲۰۰۱ کاله څخه بیا تراوسه پوري دوام لري، په دی جنګ کی دامریکایانو په وینا تراوسه پوري (۵۴۹۱) عسکر وژل شوی دي، که دغه شمیره پرافغانستان باندی دامریکي دیرغل پر ورځو باندی تقسیم کړو، نوهره ورځ په افغانستان کی دامریکی ۲ عسکر وژل شوی دي.

۱۰: دامریکي اوفلیپین ترمنځ جنګ ۱۸۹۹—۱۹۱۳ په دی جنګ کی ټول ۴۱۹۶ امریکایی عسکروژل شوی وو، که دغه شمیره پرورځو باندی وویشو نو امریکا له فلپین سره دجنګ په دوران کی هره ورځ یو مریکایی عسکر وژل شوی دی.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x