ورزش

افغان کرکټ بورډ له انګلستان څخه د کرکټ ملاتړ او سیریز ترسره کولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ له انګلستان کرکټ بورډ څخه غوښتي تر څو په راتلونکي کې ددوی په خاوره د افغانستان پر وړاندې لوبې ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي مشر حامد شینواري د انګلستان کرکټ بورډ څخه غوښتي چې د افغان کرکټ د پرمختګ لپاره ملاتړ وکړي او پر لوبغالو افغان لوبډلې سره په لوړه کچه کرکټ سیالۍ ترسره کړي.

ښاغلی شینواري «د ټيلګراف» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، هیله لري چې کله د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ هوایي پروازونه عادی حالت ته وګرځي، د افغانستان او انګلستان کرکټ بورډونه د تفاهم یو داسې اوږدمهاله یاداښت لاسلیک کړي چې له مخې یې په انګلستان کې افغان لوبډله ولوبیږي، چیرته چې ګڼ شمېر افغانان هم میشت دي.

افغانستان د عربي اماراتو شارجه لوبغالی د کوربه لوبغالي په توګه کاروي چې څه موده وړاندې یې تړون هم لاسلیک کړ، خو دوی د انګلستان مرستې ددې سپورت لپاره حیاتي ګڼي.

خو ممکن د طالبانو له لوري د ښځو پر کرکټ بندیز ددغه تړون پرمخ خنډ واقع شي، ځکه چې د سیاسي ستونزو له کبله زمبابوې د ۲۰۰۴م کال راهیسې له انګلستان سره دوه اړخیزه لوبلړۍ نه ده ترسره کړې.

افغان لوبډله تر دې دمه یوازې دوه ځله انګلستان سره په نړیوال جام کې مخ شوې ده او په راتلونکي کې هم کوم پلان نه لیدل کیږي.

حامد شینواری وایي، موږ په داسې پلان کار کوو چې له مخې یې انګلستان سره د تفاهم یاداښت لاسلیک کړو تر څو افغان لوبډله په منظمه توګه د انګلستان په څېر له سترو نړیوالو لوبډلو سره سیالۍ ترسره کړي، د نوموړي په وینا دا به زموږ کرکټ ته لویه وده ورکړي او د افغان ځوانانو ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ سره سم په نړیواله کچه د افغانستان کرکټ اغیزمن شوی چې لا هم د هوبارټ ټیسټ په اړه شکونه پراته دي، کوم چې په نومبر میاشت کې د استرالیا پر وړاندې ترسره کیږي. خو بل لوري ته ویل کیږي چې د طالبانو له لوري په ښځینه کرکټ بندیز ممکن د کرکټ نړیواله شورا دې ته وهڅوي تر څو په افغان کرکټ بورډ بندیزونه وضع کړي.

په دې تړاو ښاغلي شینواري یادې ورځپاڼې ته ویلي، «زموږ ښځینه لوبغاړې لا هم دلته دي، دوی افغانستان نه دی پریښی، ډيرې يې په کابل یا نورو ولایتونو کې دي، موږ غواړو ښځينه کرکټ جوړ کړو او داسې اسانتیاوې رامنځته کړو چې د افغانستان په کلتوري چوکاټ کې دوی ته د لوبو اجازه ورکړل شي».

باید وویل شي چې د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو سیریز چې ټاکل شوی و د سپتمبر په دوهمه اونۍ کې په سریلانکا هېواد کې ترسره شي، د هوایي پروازونو او د ناسم وضعیت له کبله وځنډول شو، دغه راز د مالي او بانکي ستونزو له کبله د شپږیزه کورني لیګ سیالۍ هم وځنډېدلې.

افغان لوبډله تر راتلونکي شل اوریز نړیوال جام پورې چې د اکتوبر په ۱۴مه نېټه په عمان او عربي اماراتو کې پېلیږي، هیڅ نړیواله لوبه نه لري، خو په ۱۸م او ۲۰م اکتوبر به د سویلي افریقا او ویسټ انډيز پر وړاندې دوه تمریناتي سیالۍ ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x