ورزش

د قیس احمد لوبډلې د انګلستان ویټالټي بلاسټ لیګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ وږي، ۱۴۰۰ل): د انګلستان کورني لیګ ویټالټي بلاسټ اتلولي د افغان لوبغاړي قیس احمد لوبډلې «کینټ سپيټفایر» لوبډلې له ۱۴ کلن انتظار وروسته وګټله.

قیس احمد چې په یاد لیګ کې ۱۲ لوبې ترسره کړي، وتوانېده پایلوبه کې د لوبډلې په ګټه اقتصادي توپ اچونه ترسره کړي او ۲ مهمې ویکټې واخلي، چې په دې سره یې د سیال لوبډلې د هدف بشپړولو مخه ونېوله.

د انګلستان ویټالټي بلاسټ پایلوبه د کینټ سپيټفایر او سامریسټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې کینټ د ۲۵ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

د یاد لیګ پایلوبه کې سامرسټ لوبډلې پچه وګټله او لومړي یې کینټ لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۷ منډې جوړې کړې. ددوی له لوري زاک کراولي ۴۱ او جورډن کوکس ۵۸ زیاتې منډې وکړې.

په ځواب کې د سامرسټ لوبډلې ونشو کړای د قیس احمد او ملګرو توپ اچونکو پر وړاندې پراخه توپ وهنه ترسره کړي، چې په پای کې يې د ۲۵ منډو په توپیر ماتې ومنله او کینټ لوبډله اتله شوه.

د کینټ لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې قیس احمد ۴ اورونه وکړل، یوازې ۱۹ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې هم وسوځول، نوموړي دغه راز د یاد لیګ په ۱۲ لوبو کې ۱۰ ویکټې اخیستې دي.

د یادونې ده، چې په ویټالټي بلاسټ انګلستاني لیګ کې محمد نبي او راشد خان هم ولوبېدل، خو نوین الحق چې په یاد لیګ کې د لیسیسټر شایر لوبډلې له لوري په ۱۴ لوبو کې ولوبېد د ویټالټي بلاسټ تر ټولو زیاتې ۲۶ ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x