ورزش

د نیوزیلاند له لوري پاکستان سره د سیریز ناڅاپي لغوه کول، کریس ګېل وایي پاکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ وږي، ۱۴۰۰ل): د ویسټ انډيز مشهور کرکټ لوبغاړی کریس ګېل وایي غواړي د شنبې په ورځ د پاکستان کرکټ په ملاتړ دغه هېواد ته ولاړ شي.

کریس ګېل په یوه ټویټ کې ویلي، زه غواړم سبا «یکشنبه» پاکستان ته ولاړ شم، څوک زما سره ځي؟».

دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د نیوزیلاند لوبډله چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې وه ناڅاپي اعلان وکړ چې د امنیتي ستونزو له کبله نشي کولی پاکستان سره لوبې ترسره کړي.

د نیوزیلاند دغې ناڅاپي او نامعلوم اعلان په کورني او نړیواله کچه سخت غبرګونونه راوپارول او ددوی دغه عمل یې په سختو ټکو وغنده.

په دې تړاو کریس ګېل د پاکستان کرکټ په ملاتړ کې پاکستان ته د تلو خبر ورکړی چې یو شمېر پاکستاني لوبغاړو یې تود هرکلی وکړ.

خو د کریس ګېل له ټویټ څخه داسې تاثر اخیستل کیږي چې هغه په حقیقي توګه دغه هېواد ته نه ځي، خو په طنزیه ډول یې د نیوزیلاند پریکړه غندلې او پاکستان ته تګ یې له خطره پام ګڼلی دی.

کریس ګېل د شل اوریز کرکټ تر ټولو غوره لوبغاړی دی چې په دې فارمیټ کې یې له ټولو زیاتې ۱۴ زره منډې جوړې کړي او لا هم په ۴۲ کلنۍ کې د شل اوریز لیګونو د مالګې حیثیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x