نړۍ

فرانسې له امريکا او اسټراليا خپل سفیران د احتجاج په توګه وربللي

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۲۸ وږي، ۱۴۰۰ل): فرانسې د امريکا او اسټراليا تر منځ پر امنيتي هوکړې نيوکې کړي او له دواړو هېوادونو يې خپل سفيران بېرته وربللي دي.

فرانسوي چارواکو دا ګام د امريکا، برتانيې او اسټراليا تر منځ د امنيتي هوکړې پر وړاندې د احتجاج په توګه پورته کړی دی.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ويلي، دا غیر عادي پرېکړه يې غیر عادي وضعيت ته په کتو سره کړې ده.

له اسټراليا سره د امريکا او برتانيا په تازه امنيتي هوکړه کې راغلي، چې دواړه هېوادونه به اسټراليا ته د داسې اوبتلونو چمتوکولو ټيکنالوژي ورکوي، چې د اټومي انرژۍ پر مټ به چليږي.

له اسټراليا سره د امريکا او برتانيې په هوکړه د فرانسې د غوسه کېدو لامل دا دی، چې د دې هوکړې له امله د فرانسې او اسټراليا تر منځ د اوبتلونو د پېرلو هوکړه زيانمنه شوه، چې شاوخو څلوېښت ميليارده ډالره ارزښت يې درلوده.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ژيان يويس دريان تېره ورځ ويلي و، له اسټراليا سره د امریکا او برتانيا هوکړه له شا د چړې ګزار دی او زياته کړې يې ده، چې د ولسمشر ايمانويل ماکرون په امر يې خپل سفيران له امريکا او اسټراليا ورغوښتي دي.

امريکا او اسټراليا د فرانسې په دې پرېکړه خواشيني ښوولې ده.

د امريکا د ولسمشر ماڼۍ يوه وياند ويلي: «ولسمشر جو بايډن د فرانسې په دې پرېکړه خواشینی دی او په لنډو ورځو کې به له فرانسوي چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.»

د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيرې ماريس پايني هم ويلي، چې حکومت يې د فرانسې پر نهيلۍ پوهيږي او زياته کړې يې ده، چې له فرانسوي چارواکو سره به په دې اړه مخامخ خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x