دیني، سیرت او تاریخ

اوامر یا مشروع اعمال‎‎

احمدالله عاطفي

آوامر یا په بل عبارت مشروع اعمال په مجموع کې عبارت دي: له فرایض، واجبات، سنت، مستحبات او نفلو څخه، کوم عمل چې دوی ته نږدیوالی لري هغه دی مباح.

عزیمت او رخصت:
عزیمت او رخصت دوه فقي اصطلاحات دي چې دواړه يې په خپل ځای او خپل وخت کې اداء او قضا يې لازمي بلل کیږي.

عزیمت:
د فقهاوو په نزد، عزیمت هغه عمل ته ویلی شي چې ادأ کول ئې پر یو مکلف بنده قطعي او لازمي وي.

د بیلګې په توګه: اودس، لمونځ، روژه، حج، جهاد او….

رخصت:
د معلومو احکامو عملي کیدو په ترڅ کې د ځینو معاذیرو پیښیدو چې د حکم بدلیدو سبب ګرځي یا په بل عبارت ځينې اسانتیاوي برابروي دیته رخصت وايي.

مثال: سره له دی چې اودس په پاکو اوبو د لمانځه شرط دی او د جنابت نه ځان وینځل فرض، خو د ناروغې، سفر، یخنې او … د تیمم وهلو جواز او آسانتیا ته رخصت وایي.

لمونځ پخپل وخت کې پوره اداء کول عزیمت دی، خو د سفر له امله قصر ته رخصت وايي.

د رمضان میاشت روژې په هر مکلف بنده فرض دي، خو د ځينو معاذیرو په بنأ يې خوړل رخصت بلل کیږي.

په چا د حج شرایط پوره شو حج پرې فرض دی، خو په لاره کې د جنګ او یا نورو لاملونو لامله ځنډول يې رخصت دی.

دا او داسي نور ډیر…

د فرض لغوي او اصطلاحي معنی:
د فرض کلمه د قرآنکریم په قول په څو معنی ګانو ایفاده شوی، په همدې اساس د لغت او آدب پوهانو په نږد فرض په متعد دو معانیو ترجمه شوی: قطعه،تعین، اندازه ، قاطع،تقدیر،تفصیل، لازم، پریکړه، ټاکل، مقررات، حق او…

په اصطلاح کې فرض عبارت له هغه احکامو یا اوامرو څخه دی چې عمل پرې واجب او لازمي وي.

د سترو فقي او تاریخي کتابونو مصنف مصري عالم حضرت امام طحاوي(أحمد بن محمدبن سلامة بن سلمة الازدي الطحاوي) چې په لومړیو کې د امام شافعي(رحمه الله) د مذهب یو وتلی امام و، وروسته د امام ابوحنیفه (رحمه ُالله) د مذهب له مدرسینو شمیرل کیږي، یو جامع او مکمله شرحه لري د (عقیدالطحاویه) په نوم، ده په خپل تالیف کې د فرضو ډیر جامع معنی ګاني ذکر کړي.

همدا راز د سوريې حلب ښار ستر حنفي عالم(محب الدین محمد بن محمد) د وخت فقي،محقق او مؤرخ چې ستر تالیفات لري، د حنفي فقي خدمت ګار په توګه پیژندل کیږي په(نهایةالنهایه في شرح الهدایة) کې د فرضو دیرش معنی ګانې ذکر کړي.
علامه بدر الدین عینی په (شرح الهدایه) کې هم د فرضو زیاتې معنی ګانې لیکلي.

که څوک زیات معلومات غواړی کولای شي هلته دې رجوع وکړي.

د فرضو تعریف:
فرض عبارت له هغه عمل څخه دی چې په قطعي(کلک او مضبوط) دلیل ثابت وي، په دلیل کې هیڅ شک او شبه نه وي، لکه پنځه وخته لمونځ، روژه، زکات، حج او…

حضرت مجاهد د فرضُ تعریف د دې حکم په بنأ داسي کړی:(وَفَرَّضْنَاها) آمر په حلالو، منع له حرامو، چې په دې دواړو صورتونو کې د شارع حکم قطعي وي.

د فقهاوو په نږد فرض هغه حکم دی چې ثبوت او دلیل يې په قطعي توګه په قرآنکریم او متواترحدیثو سره ثابت او د اُمت پرې اجماع وي.

د فرضو حکم
عمل پرې ثواب، پرته له عذره يې پرې ښودل ګناه، تارک ئې فاسق، له اتفاقي فرایضو منکر کافر دی.

قطعي دلیل
قطعي دلیل عبارت دي د قرآنکریم حکم او آمر، متواتر حدیثو ثابت حکم او د امت اجماع.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x