
په دين اسلام عمل کول د افغان قوم کلتور ده
مدينه محتاط
دا څو ورځې کيږي چې د افغانستان په ځينې ولايتو کې د مدارسو او پوهنتونونو، ځينې زده کوونکیو (چې په بشپړه توګه په توره بورقع کې پټې وې تر دې چې سترګې او لاسونه يې هم پټې کړي وو) د اسلامي امارت ددې دريځ په ملاتړ لاريونونه وکړل چې ښځې به په شرعي پرده کې خپل کار کولی شي او لوړې زده کړې به په اسلامي چاپېريال کې تر سره کوي چې دوی هم دا غږ بدرګه کاوه چې اسلام زموږ د حقوقو ساتونکی ده او د حجاب لازمي کول زموږ لپاره د عزت او د الله تعالی د دين د احکامو د ساتنې لپاره يو بهترين ګام دی.
ددې لاريونونو سره سم يې په مقابل کې په خواله رسنيو کې د ځينو هغو ښځو له لوري چې اکثره يې په بهرني هيوادونو کې مېشتې دي او لږ څه مشهورې څېرې دي چې د خبريالۍ، طب او….. برخو کې کار کوي يوه اوږده سلسله ددې خبرې روانه کړې ده چې، دا کومو ښځو چې لاريون کړی د دوی لباس ( توره برقع) زموږ د کلتور سره سمون نه خوري.
او دوی دا هم وايي چې زموږ لپاره دا قسم لباس اغوستل د منلو وړ نه ده او بايد اسلامي امارت ښځې د خپلې خوښې له جامې اغوستو منع نه کړي.
اوس خبره دا ده!
چې کلتور او دين څه دي؟
او کله چې يو کلتور د دين په مقابل کې واقع شي نو ترجيح به کوم ته ورکولی شي؟
کلتور د يوې کورنۍ، کلي ،قوم يا هيواد د ژوند په بېلا بېلو چارو کې هغو عاداتو او رواجونو ته وايي چې دوی په هغې کې د نورو خلکو نه ځانګړي وي او له ډېرې مودې راهيسې په هغوی کې تل پاته شوي وي
او بل دين دی د دين لپاره عام فهمه تعريف دا ده چې دين وايي ، د اللّٰه تعالی له لوري هغه پيغام ته چې هغه جامع وي ځينو ځانګړو احکاماتو، قوانينو او عقيدو لره چې د جبرائل عليه السلام په واسطه د اللّٰه پاک په بندګانو کې يوه نېک بنده ته ورکړای شوی وي دې لپاره ،چې هغه بنده د غه پيغام د اللّٰه تعالی بندګانو ته ورسوي، نو دغه خاص کړای شوي بنده ته پېغمبر ويلی شي او هم دې ورکړای شوي پيغام ته دين ويلی شي.
نو کله چې د اللّٰه له لوري دا پيغام راورسېده، نو د بندګانو په هر فرد د افرادو باندې لازم ده چې ددې پېغمبر پيغام په حقه ومني او د عملي کولو لپاره ورته ځان تسليم کړي چې دې شخص ته بيا مسلمان وایي.
اوس راځو دې خبرې ته چې دلته د ښځو د جامو په موضوع کې دغه رقم فکر لرونکې ښځې قصدا، او د شرعي پردې نه د نفرت له امله ديني پرده او دغه کلتوري جامې سره په ټکر کې واقع کوي
او حال دا چې حقيقت داسې نه ده چې زموږ شرعي پرده زموږ د کلتوري جامو د کارولو په مخ کې خنډ ده بلکې زموږ دين موږ ته دا امر او توصيه کوي چې مسلمانې ښځې چې کله له خپل کور نه بهر وځي نو هغه دې خپل زينت پټ کړي، لکه اللّٰه پاک فرمايي
وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ…… الى آخر الاية
النور ۳۱ آىت
ژباړه: او دوی (مسلمانې ښځې) دې خپل ښايست نه څرګندوي مګر د خپلو خاوندانو او …… لپاره
دا شو د قرآن کريم له لوري مسلمانو ښځو ته امر چې تاسې به خپل زينت نامحرمو سړيو ته نه څرګندوئ او دغه کلتوري جامې په بشپړه توګه زينت ده.
اوس زينت څه ته وايي؟
زينت:
د شرعيت له نګاه نه د ښځې هر هغه لباس ،رنګ ،او انداز ته وايي چې هغه په فيزيکي لحاظ ښکلې ښکاره کړي
او هم دا شان د ښځې لپاره د پوره بدن د پټولو امر شوی ، چې هيڅ داسې لباس به نه اغوندي چې په هغې کې د نامحرمو په مخ کې د ښځې د بدن اندامونه څرګند شي.
لکه نري، لنډ ،تنګ او داسې نور….
اوس په افغانستان کې د دې تورو برقو والاو پرده په دې مانا نه ده چې دوی به خپله کلتوري جامه نه اغوندي دا په دې مانا ده چې په دا قسم چادر او چپنې اوغوستو سره هغه په مکمل ستر کې شوې ده چې هم يې زينت پټ ده هم يې اندامونه پټ دي چې اوس دوی وايي چې دغه برقع اغوستل د عربو کلتور ده او موږ دا نه منو ځکه که چېرته موږ ددې کارول شروع کړو نو خپل کلتور به له لاسه ورکړو نو دغه خبر يې هم بې ځايه ده ځکه اول خو په مسلمانه ښځه لازمه نه ده چې هغه دې خامخا دغه تور قسم حجاب وکړي ، کله چې داسې جامه اغوندي چې په هغې کې د شرعي پردې لحاظ شوی وي ، تنګه ،لنډه ،نرۍ او ښايسته کړای شوی نه وي دغه هم شرعي پرده شوه او بل دا چې موږ ويلي وو چې کلتور هغه څه ته وايي چې هغه د يوه خاص قوم ځانګړي عادات وي او ، توره برقع صرف عرب نه اغوندي بلکې په نړۍ کې چې څومره مسلمانې مېرمنې حجاب کوي اکثره تور وي ، نو خاص د عربو کلتور نه شو.
يا که ووايي چې په دې سره هغه خوفناکه يا بدرنګه ښکاره کيږي نو دا خبر يې هم د پردې نه کولو دليل نه شي کېدای ځکه د شرعي حکم مقصد هم دا ده چې ښځه خپل زينت پټ کړي، که په دې سره نامحرمو سړيو ته بدرنګه ښکاري نو ښه خبره ده،
دا خبرې ټولې بې بنياده دي، اصلي خبره داده چې دا ښځې نه غواړي چې دوی خپل اندامونه خپل زينت پټ وساتي که لامل يې هر څه وي خو دوی د شرعيت دې امر ته غاړه نه ږدي.
اصل کې دوی خپله فردي ازادي له لاسه ورکول نه غواړي نو د شرعي پردې په مقابل کې د کلتور د ساتنې دعوه يې په حقيقت نه ده بناء.
ځکه که چېرته د دوی لپاره د کلتور ساتنه واقعاً يو ارزښتمن عمل وای نو بيا خو يې بايد مطلقاً د افغانستان د هر کلتور ساتنه کړې وای، دې ته يې نه وای کتلي چې دې کې زموږ شخصي زيان دی، دا زموږ خوښ نه دی، دا د دنيا د رواجونو سره سمون نه خوري.
ځکه په افغانستان کې اکثره رواجونه داسې دي /وو چې د ناپوهۍ له امله کلتور ګرځيدلي.
د مثال په توګه د ښځو اړوند يو پخوانی کلتور دا دی چې دوی د خپلو مشرانو او مېړونو په مخ کې په زوره غږ يا دلايلو ويلو سره خبرې نه کوي، د نويو ناوې ګانو لپاره ځينې جامې، سينګار ناسته پاسته خدمت دا ټول د هغې کورنيو د مشرو ښځو له لوري ټاکل کيږي او دا يو کلتور ګڼل کيږي چې په نه منلو سره پرې سزا خوري همدا رنګ هغوی چې کله د يوې ګڼې کورنۍ غړي وي نو د نورو مشرانو لخوا دا دستور وي چې هغه په ازاده توګه د خپل ماشوم د روزنې، مينې او ساتنې حق نه لري.
هم دا رنګ د واده زده کړو، د هنر او کسب حق د هغې د پيدايښت سره سم د کورنۍ د سړيو له لوري له هغې اخيستل شوی وي، دا يو کلتور ده ځکه له پخوا راهيسې راروان وو/ده.
نو همدغه مېرمنې چې کله تعليم حاصل کړي د خپلو فردي ګټو لپاره دغه پخواني کلتور نه ولې سرغړونه کوي چې
په خپل ژوند کې د کورنۍ نورو غړو ته اجازه نه ورکوي چې په شخصياتو کې يې لاسوهنه وکړي.
څنګه يې چې غواړي تعليم وکړي، واده وکړي، لباس واغوندي، ماشوم وروزي د خپل ځان شخصي حق يې ګڼې دلته بيا دغه کلونه کلونه مخکنی کلتور ولې پاته وي.؟
او کچېرته د دين اسلام خبره شي نو اسلام هر وارې د هر يوه قوم او هيواد د کلتور سره په ټکر کې نه ده راغلی بلکې هغه عادات او اعمال ي ختم کړي چې له امله ي هغې ټولنې ته زيان اړاوو او په همېشه پاته کېدو سره ي نور هم دغه قوم د جهالت کندې ته غورځاوو ، لکه د اسلام نه وړاندې ، د عربو دا کلتور وو چې لوڼې به ي ژوندۍ خښولې ، په يوه کورنۍ کې به چې يو کس ووژل شو نو ټولې کورنۍ ته به دښمني په ميراث کې پاته کېده ښځې د سړيو د خدمت اوګټې لپاره د يوې آلې په توګه کارېدلې ، هيڅ يوۀ قانون پوهه، فلسفي اديب او د هغه وخت مذهبي رهبر نشوای کولی چې دا کلتور ددوي له مينځه ختم کړي ، چې په روستو کې د دين اسلام له راتګ سره سم ، ټول هغه کلتورونه ختم شول چې د ټولنې د زيان او جهالت سببب ګرځېدلي وو.
نو کله چې اسلام ومنل شي او په يوه ټولنه کې د يوه سياسي حکومت په حيث واقع شي نو هر هغه کلتور ، هنر ، شخصي ګټې به هم ورسره ختميږي چې د دين اسلام د قوانينو ، او احکاماتو خلاف وي، ځکه اللّٰه پاک موږ ته په قرآن کريم کې امر کوي
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱدْخُلُواْ فِى ٱلسِّلْمِ كَآفَّةً وَلَا تَتَّبِعُواْ خُطُوَٰتِ ٱلشَّيْطَٰنِ ۚ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ
:ژباړه
ای مؤمنانو تاسې په دين اسلام کې په بشپړه توګه داخل شئ او د شيطان پېروي مه کوئ بې شکه هغه ستاسې ښکاره دښمن دی.
کچېرته څوک ځان مسلمان ګڼي
نو کلتور ته بايد په دين ترجيح ورنه کړي
اګر چې کلتور د يوې ټولنې د پېژندنې لپاره يو ښه زريعه هم کېدلی شي خو داسې نه شي کېدلی چې دغه کلتو دې زموږ د ژوند په هره حصه کې شامل وي، ځکه کلتورونه هر وخت کې د ټولنې د ټولو کسانو لپاره ګټور نه دي واقع شوي ، او نه هم لکه د يوه آسماني دين په شان منل ي په انسانانو لازم دي چې پ پرېښودو سره يې انسان د عذاب مستحق ګرځيږي.
نو بايد دغه ښځې په دې پوهه شي چې موږ دنړۍ د نورو مسلمانانو په شان نه يو چې دين ي په مدرسو او جماتونو کې د قرآن کريم په شکېدلو پاڼو کې زوړ که بلکې موږ هغه مسلمانان يو چې د توحيد د کلمې د هسک رپېدا لپاره مو جنتي ځوانۍ قربان کړې.
کلونه کلونه مو لوږه، تنده ظلمونه او وحشتونه ددې لپاره ګاللي دي چې يو وخت به اللّٰه پاک موږ تر دې ځايه راورسوی چې د نړۍ په زړه کې يواځينۍ قوم موږ ووسو چې د اسلامي نظام د عدل ،انصاف او خپلواکۍ تر سيوري لاندې د قرآنکريم تلاوت کوو
نو موږ بايد دا خبر تسليم کړو چې په دين اسلام باندې عمل او غيرت کول د افغان قوم کلتور ده
چې په وړاندې يې هر کلتور سر ټيټی ده!
مدينه محتاط
جزاکم الله خیر احسن الجزا
خدای دی وکړی خویندی همداسی لیکنی وکړی ترڅو بیلاری غربی پلوه ښځی اصلاح کړی. اوس دنارینه خبری په غربی پلوه ښځو بدی لګیږی. نو یو خوری بلی ته داسلام دعوت کول موثر تمامیږی. هیله مسلمانی ښځینه ټولی داسلام دفاع ته راپورته سی او له اسلام څخه په انترنټ او او عادی میډیا باندی دغربی ښځو جواب ووایی. زما هیله ده هغه لباس چه دپوهنتون او یا نورو مسلمانو ښځو اغوستی وو دطالبانو لخوا اجباری سوی نوی. ترڅو داسلام په ضرر یی بیدنه خلک تعبیر کړی. دستر او حجاب ډولونه که ښځو ته پريښول سی دا به ډیره ښه لیاره وی… نور لوستل »