نظــر

موږ به بیا عزتمن شوو!

ابوبکر خپلواک
د کابل پوهنتون زدکړیال

کله چې د اسلام د ابتداء زرین تاریخ لولو او د محمد رسول الله (ص) په لاس د جوړ او روزل شوي پوځ خواص او د بریا رازونه پلټو، ممکن ډېر څه وګورو چې په ننني اُمت کې یې مثال هم نشته، آن ځینې داسې د اسلافو خویونه شته چې نن عار او شرم ګڼل کیږي، مانا ۱۴مه پېړۍ د انحراف پیړۍ ده.

نننی اُمت، ولسونه او پرګنې که عزت او بیاځلي مجد غواړي یوازې د دین غوښتنې دې پوره کړي، مور او پلار دې خپل اولاد د اسلام سرسپارلي زلمي وروزي، د قربانۍ درس دې ورکړي.

دوه لسېزې بدمرغه یرغل مو له ځوانانو د رجالو اوصاف د حکمت او محافظه کارۍ په نامه واخیستل، دوی ته یې تر همدې سرلیک لاندې د بې غیرتۍ مسلسل درسونه ورکړل.

دریالس صدۍ وړاندې چې د صحرا عربو د کیسر او قصرا امپراتورۍ لړزولې، د حاکمیت او سیادت واګې یې په لاس کې وې، اصل علت یې د فداکاره پوځ شتون و، کوم چې د محمدي معسکر(پوځي روزنتون) دوره یې پاس کړې وه، له معسکر فارغ زلمي به هر څه د رب د رضا په پار قربانول، دومره به صابر وُ چې د خاکي نړۍ هسکو او ټیټو به له خپل هدفه نشوای منحرف کولای.

رواج داسې و؛ چې د نبوي مسجد انګړ او ماحول خپله معسکر و، اصحابو به له خدايي فرضې وروسته دا کمال حاصلولو، یوازې دوی نه خپل اولاد به یې هم هڅولو تر څو له لومړۍ ورځې د اسلام سپاهي جوړ شي.

دا هر څه نن هېر او هسې یو خیال دی، د اُمت ځوانان معسکر څه چې ددې نامې سره نابلده دي، دا څرګنده ګمراهي ده، د شاه ابدالي په ټاټوبي د نوي حاکم خداي نظام مشران که غواړي بې بیلګې پوځي ځواک ولري، فدا کاره او بې مثله وي، خپل د معسکراتو تېر ترتیب دې دومره پراخ او په زلمو جدي کړي چې هیڅ مؤمن افغان زلمی لدې نیکمرغه دورې باقي پاتې نشي.

بیا به مو پوځ د معاش په نشتون کې نارې نه وهي، د نظامي زلمو له فقره به سر نه ټکو، اطاعت د امیر به همداسې ژوندۍ فلسفه وي، بیا به دا قام معزز او آزاد وي، ملګرو! پدې مو باید ایمان وي چې د باطل اردې تر قیام د قیامته زموږ په باب کږې دي، موږ باید چمتو و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

آیادادمسلمانانوکابینه له دی خبره ده کم وخت چه باباآده اوهواانا شیطان خطایستل اودهغی ونی میوه یی په وخوړه چه الله ځنی منع کړی وو،نوالله ورته وفرمایل ماتاسوته نه ووویلی چه شیطان ستاسودښمن دۍ:- قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِیعًا فَإِمَّا یَأْتِیَنَّکُم مِّنِّی هُدًى فَمَن تَبِعَ هُدَایَ فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُونَ وی فرمایل ! کښته ولاړسۍ له دی ځاینه ټول پس که چیری راسی تاسی ته زما له طرف نه څه هدایت پس چاچه پیروی وکړه زمادهدایت نونه به څه ویره وی پرهغوی اونه به هغوی غمجن وی.۳۸ وَالَّذِینَ کَفَرُوا وَکَذَّبُوا بِآیَاتِنَا أُولَٰئِکَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِیهَا خَالِدُون.سوره البقره آیات ۳۸،۳۹… نور لوستل »

محمد نعیم

اڅکزی صاحب! یو څه د تعقل څخه کار واخله. دا طالبان افغانانو په زاریو راوستلي دي واک یې ورسپارلی دی او ته په آیتونواو حدیثونو دلایل ورته وایې چي دا واک پریږدئ. چي دوئ ولاړه بیا به په د بولدک د ګمرک په ګودامونو کي د ادوزو موږک (تادین) تاو بالا کیږي. هره ګونۍ به سورۍ کوي.وروره دا ورته ووایه چي د مدارسو نصاب مو اپډیټ کړئ د پوهنتونونو سره یې ربط وربرابر کړئ چي طالب مسلکي دي. والله چي طالب طبقه د خدمت قوي هوډ لري. که مسلکي ضعف لري، باید په لیري کولو کي مرسته ورسره وکړو

طوطی

ښه به عزتمند شو چی مشری او نمایندګی مو عمران او قریشی کوی د پاکستان د آی اس آی مشر بدون له ویزی کابل ته راځی او زمونږه حکومت ټاکی. کچیری پنجشیر هم د پاکستانی د طیارو له لارې وهل شوی وی بیابه دا بله سپکه وی په تاریخ کی.

طاهر ثابت

 اوکه مودځانه نوۍ دین دجعلی احادیثوڅخه جوړکړۍ دۍ دالله وبیریږۍ پرقرآنکریم عمل وکۍ

حدیث چه صحیح وی هغه دعمل لپاره لارښودنه کوی. دحدیث نه انکار دقران انکار بلل سوی دی. آڅکزی قران کریم هم عام او هم خاص ایاتونه لری او هغه بیا حدیثو باندی تاویل کیدای سی.
ستاسو خبره ګونګه ده خو عامه ښکاریږی. خدای دی وکړی ټول حدیث مو جعلی نه وی بللی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx