افغانستان

ننګرهار: د پښتو ادب وتلى عالم استاد اصف صميم د لنډ وخت توقيف وروسته خوشې شوى

نن ټکى اسيا( یکشنبه، ٢٨ وږي، ١۴۰۰): د ننګرهار ولايت څخه را رسيدلي راپورونه وايي چې د پښتو ادب وتلى عالم استاد محمد اصف صميم  د کامې ولسوالۍ امنيتي مسوولينو د لنډ وخت توقيف وروسته خوشې کړى دى.

استاد صميم په کامه ولسوالۍ کې  د دارالمعلمين د افتتاح ېوې غونډې ته خبرې کولې چې د امنيتي ځواکونو له خوا يې لومړى خبرې قطع شوي او بيا نيول شوى دى.

نن ټکى اسيا ته په ننګرهار کې ځينو  سرچېنو وويل چي د کامې ولسوالۍ امنيتي مسوولينو نوموړى  د لنډ وخت لپاره توقيف کړى و او وروسته د ننګرهار د والي په منځګړیتوب  بېرته خوشې شوى دى.

خو د ننګرهار ولايتي مسوولينو تر دې دمه د استاد صمیم د نيولو په اړه رسما څه نه دي ويلي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمیر فعالانو د نوموړي په نیولو خواشیني ښودلې او له چارواکو یې د سپیناوي غوښتنه کړې.

 استاد محمد آصف صميم قوي نقاد، ليکوال او څېړونکي دى. هغه شاوخوا ٢٥ کتابونه ليکلي او ژباړلي دي او وخت پر وخت په ادبي، ديني او ټولنيزو مسایلو هم ليکنې کوي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

چې مزمل صاحب چېرته دی قربان یې شم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x