افغانستان

پاکستان د تورخم له لارې افغانستان ته بشري مرستې راولیږلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ وږي، ۱۴۰۰ل): له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه هم د تورخم بندر له لارې افغانستان ته د بشري مرستو لومړۍ جوپه رارسېدلې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې دغه مرستې د پاکستان ـ افغانستان د همکارۍ د سازمان لخوا چمتو شوي دي.

نوموړی زیاتوي، دغه مرستې په جلال آباد کې د پاکستان کونسلګرۍ ته سپارل شوي ترڅو یې د افغانستان په ټولو ولایاتو کې په اړمنو خلکو وویشي.

صادق خان دغه راز ډاډ څرګند کړی، چې په افغانستان کې د سږکال د خوړو د بحران تر پای ته رسېدو به د پاکستان د خلکو لخوا د مرستو دغه لړۍ جاري وي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت نظام له راتګ سره پاکستان په تیره یوه میاشت کې په بشري مرستو بار درې الوتکې مرستې پلازمینې کابل، کندهار او خوست ولایتونو ته رالیږلي دي.

باید وویل شي چې په تیره یوه میاشت کې د پاکستان، قطر، بحرین او متحدو عربي اماراتو په ګډون یو شمېر هېوادونو او سازمانونو افغانستان ته په بشري مرستو او درملو بار څو الوتکې مرستې رالیږلي دي.

په ورته مهال تیره اونۍ په جینوا کې د ملګرو ملتونو په نوښت جوړې شوې غونډه کې د فرانسې، المان او امریکا په ګډون ګڼو هېوادونو له افغانستان سره د ۱.۲ ملیارد ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx