افغانستان

چين له افغانستان سره ۱۵ میليونه ډالره او درې ميليونه ډوزه کرونا ضد واکسين مرسته اعلان کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ وږي، ۱۴۰۰ل): په کابل کې د چین سفير د مهاجرينو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني سره وليدل او له افغانستان سره يې د پنځلس ميليونه ډالرو سربېره درې ميليونه ډوزه د کرونا ضد واکسين مرسته اعلان کړه.
د چين سفیر ښاغلي وانګ يو د مهاجرينو وزارت سرپرست ته د نوې دندې د مبارکۍ تر څنګ وويل، چې هېواد يې له افغانستان سره بې قيد او شرطه مرستې او همکارۍ ته ژمن دی.
ښاغلي وانګ وويل، چې هېواد يې د افغانستان له نوي نظام سره هر ډول همکارۍ او مرستې ته چتمو او په دې لړ کې يې د پنځلس ميليونه ډالرو او درې ميليونه کرونا ضد واکسين مرستې ژمنه هم وکړه.
د چين سفير زياته کړه، چې په دغو پنځلس ميليونه ډالرو مرستو کې به يې پنځه ميليونه د ژمي جامي او کمپلې وي او لس ميليونه نور به يې خوراکي توکي وي، چې په لنډ وخت کې به د ژمي له رارسېدو مخکې د افغانستان حکومت ته وسپارل شي.
د مهاجرينو وزير ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني د چين د مرستو هرکلی او مننه وکړه او د چين سفير ته يې ډاډ ورکړ، چې دغه مرستې به ډېر ژر داخلي بې ځايه شوو او نورو اړمنو خلکو ته په شفاف ډول ورسيږي.
ښاغلي حقاني د مننې تر څنګ هيله وښوده، چې چين زموږ ګاونډی هېواد دی او دواړه دولتونه بايد تلپاتې دوستانه او په دوه اړخيز درناوي ولاړو اړيکو ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

سرلیک ناسم دی،،،

د ۱۵ میلیونو په ارزښت ،،،،مرستې

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x