ورزش

د هند غوره لیګ پاتې لوبې د چنایي لوبډلې په بریا پېل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د هند غوره لیګ د ۲۰۲۱م کال لوبې چې د کرونا وبا له کبله ځنډېدلې وې یو ځل بیا د یکشنبې په ورځ په عربي اماراتو کې پېل شوې.

له پنځه میاشتني ځنډ وروسته د چنایي سوپر کینګز او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه چې چنایي لوبډلې د ۲۰ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

په یاده لوبه کې د ایم ایس دهوني لوبډلې چنایي پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهونې پریکړه وکړه، ددوی له لوري له اوپنر لوبغاړي پرته بل لوبغاړی ونه ځلید او په ټاکلو شلو اورونو کې یې ۱۶۸ منډې جوړې کړې.

اوپنر لوبغاړي روتوراج ګیکواد ۸۸ ناسوځېدلې منډې وکړې. دغه راز ډیرن براوو په وروستیو کې چټکې ۲۸ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د ممبۍ انډینز لوبډله په هدف بشپړولو کې پاتې راغله او په شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۳۸ منډې وکړې او د ۲۰ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.

د هند غوره لیګ په سږکال جدول کې له ۸ لوبو ترسره کولو وروسته د چنایي لوبډله لومړی مقام لري، په داسې حال کې چې دهلي کپیټلز دوهم او رایل چیلنجرز بننګلور دریم مقام لري.

د راشد خان او محمد نبي لوبډله سنرایزرز حیدر اباد په سږکالني جدول کې تر دې دمه په وروستي مقام ده، دوی به خپله لومړۍ لوبه د دهلي پر وړاندې د چهارشنبې په ورځ ترسره کړي.

د هند غوره لیګ د لوبو په تسلسل کې سبا د دوشنبې په ورځ د رایل چیلنجرز بنګلور او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې مخامخ کیږي چې د افغانستان پر وخت په ۶:۳۰ بجې پېلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x