افغانستان

د کابل ښار د امریکايي ډرون د قربانيانو کورنۍ: له موږ دې مخامخ بخښنه وغوښتل شي او تاوان دې راکړل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ وږي، ۱۴۰۰ل): هغه افغانې کورنۍ چې د امریکايي ځواکونو په یوه ډرون برید کې یې لس غړي د لاسه ورکړي وايي چې امریکا باید له دوی مخامخ بخښنه وغواړي او هم تاوان ورکړي.

امریکايي ځواکونو د اګست د میاشتې په ۲۹مه کابل ښار کې د بې پيلوټه الوتکې پر مرسته هوايي برید وکړ چې په کې ۷ ماشومان او ۳ نارینه ووژل.

هغه مهال د امریکا حکومت ادعا وکړه چې د داعش ډلې کسان یې په نښه کړي او وژلي دي.

که څه هم افغاني رسنیو هغه مهال راپورونه ورکړل چې د کابل په برید کې وژل شوي کسان ټول ملکیان دي خو د امریکا حکومت ټينګار کاوه چې په برید کې یې داعش ډلې کسان دي. خو اوس تازه د امریکا دفاع وزارت هم منلې چې د کابل ډرون برید کې وژل شوي کسان ټول ملکیان دي او دا کسان یې په تېروتنه کې هدف کړي دي.

امریکا دفاع وزارت د وژل شوو کسانو له کورنۍ بخښنه هم غوښتې ده.

خو د وژل شوو کسانو نیږدې خپلوان وايي چې د امریکا رسنیزه بخښنه کفایت نه کوي او دوی باید افغانستان کې مخامخ له دوی بخښنه وغواړي.

هغوی زیاته کړه چې د بخښنې سربېره امریکا باید د دوی کورنۍ ته تاوان ورکړي او هغه کسان محاکمه کړي چې په دغه برید کې دخیل ول.

بل خوا د امریکا د پوځ مسوولین وايي چې د امریکا حکومت په دې اړه مطالعات کوي چې څه ډول  د دغې کورنۍ جبران خسارت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

یو ملګری مو په موسی قلع کي د برطانویانو سره ترجمان وو او برطانویانو د جګړې څخه ضرر لیدونکو ته تاوانونه ورکول. د وژل سوي شخص دیت ۲ لکه افغانۍ وو، نور د کښتونو او نورو شیانو تاوانونه د ۱۰۰۰۰ څخه بیا تر ۳۰ او ۴۰ زرو افغانو پوري وه. ده ویل چي یو سپینږری راته راغلی راته وې ویل چي زما زوی هم شهید سوی دی او کښت مي هم سوځیدلی دی خو زه د د خپل زوی تاوان ځکه نه غواړم چي شهادت یې خراب نه سي. هغه د سوځیدلي کښت تاوان مي راکړی. د اقبال لاخوري یو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x