ورزش

افغان نولس کلنو لوبډلې د بنګلادیش پر وړاندې دوهمه بریا هم خپله کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان نولس کلنو لوبډلې د بنګلادیش نولس کلنو لوبډلې پر وړاندې له درې پرلپسې ماتو وروسته دوهمه بریا هم خپله کړه.

افغان نولس کلنې لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې د ناکامۍ له کبله لومړۍ درې لوبو کې ماتې منلې وه، خو د پنځو لوبو سیریز په د بنګلدیش په ګټه په ۳-۲ پای ته ورسېد.

په وروستۍ لوبه کې بنګلادیش لومړی توپ وهنه وکړه او په ۴۸ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو  ۱۵۵ منډې جوړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه. په توپ وهنه کې بلال سمیع او ننګیالي خروټي ۳-۳، اظهار الحق نوید او شاهد الله حسني ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

May be an image of text that says "IPDCD FINANCE AFGHANISTAN 019 TOUR OF BANGLADESH 2021 5TH ONE DAY MATCH SUMMARY BANGLADESH U19 ABDULLAH AL MAMUN 155 47.4 37 IFTIKHER HOSSAIN NAIMUR ROHMAN NANGEYALIA KHAROTE 26 BILAL SAMI 3/27 16 3/33 SHAHIDULLAH HASANI 2/25 AFGHANISTAN U19 ISHAQ ΖΑΖΑΙ IJAZ AHMAD 156/7 49.3 OVERS 52 ASHIKUR ZAMAN IZHARULHAQ NAVEED 32 29* AICH MOLLAH 3/37 1/21 NAIMUR ROHMAN AFGHANISTAN U19 WON BY 3 WICKETS 1/25 /BCBTIGERCRICKET WWW.TIGERCRICKET.COM.BD /BCBTIGERS"

په توپ وهنه کې افغان لوبغاړو د هدف په تعقیب کې سوکه پېل وکړ، خو د اسحاق ځاځي نیمه سلیزې، د لوبډلمشر اعجاز احمد ۳۲ او اظهار الحق نوید ۲۹ منډو هدف په ۵۰م اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ.

باید وویل شي چې د افغان نولس کلنو لوبډله د پنځو یو ورځني سیریز څخه وروسته د بنګلادیش نولس کلنو پر وړاندې یوه څلور ورځنۍ لوبه هم ترسره کوي چې د چهارشنبې په ورځ پېلیږي.

اظهار الحق نوید په پنځه لوبو کې ۱۱، او شاهد الله حسني په ۵ لوبو کې ۱۰ ویکټې واخیستې، خو په لومړي درې زیاتو منډو جوړونکو کې هیڅ افغان لوبغاړی ځای نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x