افغانستان

حنیف اتمر د بُن له قونسل غوښتي چې ټول عوايد دده شخصي حساب ته انتقال کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ وږي، ۱۴۰۰ل): پژواک خبري اژانس ته د بهرنیو چارو وزارت یو پخواني چارواکي ويلي دي چې د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر د بُن د قونسل څخه غوښتي ول چې د قونسلګرۍ او د اروپايي هیوادونو کې د افغانستان د سفارتونو ټول عوايد دده شخصي بانکي حساب ته انتقال کړي.

په المان کې د بُن قونسلګرۍ ته په اروپايي هیوادونو کې د افغانستان له سفارتونو راټول شوي عوايد لېږل کیږي، جمع کیږي او بیا له دغه ځایه افغانستان ته انتقالیږي.

د پژواک د راپور پر اساس حنیف اتمر د بُن قونسل ته زنګ وهلی و چې ټول هغه عواید چې له اروپايي هیوادونو راټول شوي دي، دده شخصي حساب ته انتقال کړي څو «د بهرنیو چارو وزارت عواید تامین» کړي خو د قونسل له خوا د حنیف اتمر دغه پيشنهاد رد شوی و.

راپور زیاتوي چې د بُن قونسل حنیف اتمر ته ویلي وو چې دغه عواید د افغانستان او د افغانستان د خلکو دي او دی نشي کولای چې ده یې انتقال کړي.

دا په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دوی ته داسې راپورونه رسيدلي چې د پاسپورت پیسې بانک ته نه جمع کیږي بلکې شخصي جیبونو ته ځي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د پاسپورت ریاست تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې هغه پاسپورتونه چې د زمري د میاشتې له ۲۴ وروسته ویشل شوي دی فاقد الاعتبار دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

ګوډ تیمور دا فکر کاوه چي وزارت خارجه اصلاً د یوې سیکټوري امپراتوري موقف دی. دی نه دی ملامت دا اماني پوهنیز نصاب د دې لامل سو چي داسي ناسمي انګیرني د ده او اوسني مکتبي پوهنیز نظام د نورو فارغینو په اذهانو کي ځای ونیسي.

ریسي

محمد نعیم وروره هیله ده کله چي تبصره کوې خپل ایمېل ادرس کاروه. دا څووم ځل دی چي تاسو د سیاسي تبصرو لپاره زما ایمېل ادرس کاروئ چي او وروسته ماته ایمېل راځي . هیله ده چي دا کار بیا تکرار نکړئ. د نن ټکي اسیا ادارې څخه مي هم دا هیله ده چي ددغه کار مخه ونیسي

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x