ورزش

د پاریس لوبډلې لپاره د میسي د لومړي ګول انتظار نور هم اوږد شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د نړۍ نامتو فوټبالر لیونل میسي چې په اګست میاشت کې له برسلونا څخه پاریس سان جرمان لوبډلې ته په ناڅاپي توګه انتقال شو لا هم د پاریس لوبډلې په جامه کې د لومړي ګول انتظار باسي.

د فرانسوي لیګ (لیګ ۱) په پنځمه اونۍ کې پاریس سان جرمان لوبډله د اولمپېک لیوان لوبډلې پر وړاندې مخامخ شوه چې لیونل میسي هم په لومړۍ ۱۱ کسیزه لوبډله کې شامل و.

میسي تر ۷۶ دقیقو غوره لوبه وکړه خو په ګول وهلو بریالی نشو او ځینې نږدې فرصتونه یې ضایع شول، خو په ۷۶ دقیقه کې د خپل هم وطنه ارجنټایني روزونکي ماورو پوچتینیو له لوري بدل شو چې یوه حیرانونکې پریکړه وه.

میسي د لوبې پرمهال د تغیر په پریکړه ناخوښي څرګنده کړه، خو د پي ایس جي روزونکي له لوبې وروسته د وضاحت په توګه وویل: «ما غوښتل هغه د ممکنه ټپي کېدو څخه وژغورم، موږ په راتلونکي کې مهمې لوبې لرو او هغه زموږ لپاره ډیر مهم دی».

میسي چې د نړۍ دوهم زیات ګول وهونکی لوبغاړی دی او ګڼ شمېر ریکاډونه په خپل نوم لري، تر دې دمه د پاریس په جامه کې درې وارې میدان ته ښکته شوی خو د ګول وهلو فرصت یې نه دی موندلی.

هغه په اروپا اتلانو لیګ کې د کلب بروج لوبډلې پر وړاندې ۹۰ دقیقې ولوبېد خو په ګول راوړلو بریالی نشو. هغه به خپل بخت د میټز لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کې راتلونکې اونۍ د سپتبر په ۲۳مه ازمایي.

پاریس سان جرمان لوبډلې د لیوان پر وړاندې یاده سیالي په ۲-۱ وګټله. ددوی له لوري نیمار په ۶۶مه دقیقه کې او ماورو ایکاردی په اضافي وخت ۹۳مه دقیقه کې ګټونکی ګول راوړ. پي ایس جي لوبډله په شپږو لوبو کې ۶ بریاوې خپلې کړي او د جدول په سر کې قرار لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx