افغانستان

امنیتي ځواکونو د کابل ښار مشهور غله او اختطافګر نیولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار امنیتي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ښار په مختلفو امنیتي حوزو کې یو شمېر مشهور غله او اختطافګر نیولي دي.

نن ټکی اسیا ته را رسيدلي راپورونو له مخې امنیتي ځواکونو فیاض، فرید نظامي او رئیس عبید په نوم مشهور غله او اختطافګر نیولی دي.

فیاض چې په دنداني مشهور و د کابل ښار په اتمه حوزه کې نیول شوی دی.

همدا راز فرید نظامي چې په غلاوو، اختطاف او غصب تورن دی له ۷ نورو ملګرو سره د کابل ښار د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې نیول شوی دی. فرید نظامي او ګروپ یې په دغه حوزه کې خلکو ته ځانونه طالبان معرفي کول.

پر دې سربېره امنیتي ځواکونو د دوهمې حوزې مشهور غل رئیس عبید له دوه تومانچو سره نیولی دی او اړوند ادارو ته يې د نورو قانوني اجرااتو په موخه سپارلی دی.

د یادونې وړ ده چې امنیتي ځواکونو د هیواد په نورو ولایتونو کې ډېر شمېر غله، اختطافر او لارې شکوونکي نیولي دي.

څو ورځې وړاندې د هرات ښار په دیارلسمه حوزه کې امنیتي ځواکونو هغه ۱۳ کلن ماشوم چې د اختتطافګرو لخوا تښتول شوی و راخلاص کړ.

د رپوټونو له مخې د دغو عملياتو پر مهال يو تښتوونکی وژل شوی و او دوه نور ژوندي نيول شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواسع

دوی ته باید دتیر امارتی نظام په څیر زر، پروخت او شرعی سزا ورکړل شی ترڅونورعبرت تری واخلی. ځکه په دی ورستیوکی مونږوینوچی وسلاوالی غلاوو او اختطافونو بیا زور اخیستی.

Habibi

جزاکم الله فی دارین، الله دی نور هم امنیتی ځواکونو ته همت ورکړی چی دکابل او ټول افغانستان غله ونیسی او دقانون منګولو ته یی وسپاری.

په ډیری مننی.

طوطی

ما خو پخواهم ویلی اوس هم وایم چی یو څو کسه یی علنی په چمن حضوری کی د خلکو تر مخ سم کړی چی نور ور څخه پند واخلی. په قصاص کی ژوند دی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x