نظــر

استاد محمد آصف صمیم

حفيظ الدين پيرزاده

د بې جوړ‎ې قلم څښتن ښاغلی شھرت ننگیال یې ادبي گاندي بولي.

استاد په ظاھر په باطن سپین سپیڅلی دی، د ھغه ډیرې پوھې چې ښایې له سلو زیات علمي کدرونه، ماستران او ډاکتران یې د شاگردۍ ویاړ‎ ولري، ھم پر مخ را خپور خړ‎ زوړ‎ څادر کې تبدیلې را نه وستلای شوہ.

په دواړ‎و انقلابونو کې د موټر څه د بایسیکل خاوند ھم نشو!

استاد غني نه بلکې مستغني دی، د ھغه موخه د پیسو، قدرت او شھرت را خپلول نه دي.

ھغه په ھر دور کې په رښتینې مانا د خپل ھیواد مل پاته شوی، که نه استاد کولای شو چې د پیسو په مقابل کې، د ارگ په کومه فرھنگي کوټه کې د ھیواد او پښتو د ناموس غل شي!

ھغه د کوم موسم زوی ھم نه دی چې له پسرلي او اوړ‎ي سرہ خپل لباس بدل کړ‎ي؛ نو ځکه خو په ارگ کې د یتیمې پښتو د خرڅلاو دلال نه شو او نه د اشغالگرو په کومه راډیو کې د ښکیلاک لاوډ سپیکر!!

زہ یې پیښور کې څو ځله کور ته ورغلی یم.
د ھغه کور د چارسدې اډې څخه څو کیلومترہ وړ‎اندې مخ پر چارسدې واقع و!

ھغه ځای غالباً نشاط میل نومیدہ. خو یو ځل مې ھم ورسرہ چای نه دي څکلي! ست به یې راته وکړ‎ خو د ھغه ټول کور دوہ خامې کوټې وې، ماته به مناسبه نه بریښیدہ چې په ازموینه کې یې واچوم نو استاد به مو له ځان سرہ اوچت کړ‎ او لاړ‎و به!!

زما ملگرتیا ورسرہ له پخوا وہ، خو استاد مې ھله شو چې ھغه د ښیگڼې په نوم د یوې خیریه موسسې د مجلې مشاور او زہ یې چلونکی او د تحریر ھیئت غړ‎ی شوم، ما به لیکل کول او استاد به راته پکې اصلاح کوله.

د روسانو سرہ د جھاد پر مھال امریکا ته د علاج لپارہ لاړ‎، ډیرو به ویل: صمیم پښې سپکې کړ‎ې، نوش جان یې!! خو څه مودہ پس مو بیا لیدہ چې د پیښور په خړ‎و کوڅو کې ښکته پورته کیدہ!

استاد محمد آصف صمیم ښایي یواځنی افغان لیکوال وي چې د پښتو غزل استاد مرحوم حمزہ بابا یې د وادہ په خوشالۍ کې یو لوی شعر لیکلی او ورته ډالۍ کړ‎ی دی!

استاد صمیم ښایي یو له ھغو گوتو په شمیر پښتنو لیکوالانو څخه وي چې دین یې پر پښتو او پښتو یې پر دین غالبه نشوہ!! دا موازنه ساتل د ھر چا د وسعې کار نه دی. صمیم صیب یو راسخ العقیدہ پاک مسلمان او دروند پښتون دی!

استاد چاته تمه نه کوي نو ځکه یې ھر وخت چارواکیو ته مخامخ سپینې خبرې کړ‎ې!
د روسانو سرہ د جھاد پر مھال یې د ھغه جھاد اکابرو ته سختې ویلي!

د امارت په تیر پیر کې د امارت مشرانو ته په کراتو مخامخ په ډانگ پئیلي ترخې ویلي خو مشرانو یې په احترام ھیڅ نه دي ویلي!

نن سھار مې په خواله رسنیو کې دې خبر غوني ځیگ کړ‎ل چې استاد د ننگرھار استخباراتو نیولی.
لامل یې دا ښودلی چې استاد سیمه ایزو چارواکو ته کوم کنفرانس ته پر ناوخته ورتگ خوشکه کړ‎ې!

په جلال آباد کې د استخباراتو مسؤلین وایي، استاد یې بیرته خوشې کړ‎ی خو زما په سر کې دا پوښتنه تاویږ‎ي چې که د جلال آباد استخبارات استاد نه پیژني نو ډیرہ د افسوس خبرہ دہ!
په دا رنگ ویدو او بې خبرو استخباراتو به د کومو اوبو بند را ټینگ کړ‎و چې خپلې داسې سترې علمي ھستۍ ھم نه پیژني؟!!

او که یې پیژندہ او بیا یې ھم نیولی وي، نو دا خو بیا لا ډیرہ د افسوس خبرہ دہ، ھغه استخبارات چې د خپل ھیواد مشاھیر، او علمي پانگو ته احترام نه لري نو د عمل له مخې د پنجشیر له اوباش سالې سرہ به یې ډیر توپیر په څه کې وي؟!!

د ننگرھار سیمه ایزہ ادارہ د والي او د استخباراتو د مشر په شمول باید په دې اړ‎ہ ولس ته وضاحت ورکړ‎ي او د خپل دې غفلت جبران باید له استاد څخه د بښنې پر غوښتلو وکړ‎ي!
په سیمه کې د استاد او د ھغه په څیر د نورو علمي ھستیو موجودیت د ولس په سترگو کې د نظام د مشروعیت لامل گرځي!

ھیله دہ دا مشروعیت د یو څو امارت ته منسوبو لنډ اندو کسانو له امله متضرر نه شي!

په ھمدې ھیله

حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۱۹/ ۲۰۲۱ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul Majid

پيرزاده صيب سلامونه ومنۍ۰شايد زه درنه اوس هيرشوي يم زما اوستا آخرنۍ خبري په تيلفون شوي وي چه هغه وخت زه کوسوو کي وم او تاسي سويډن کي وۍ۰ صميم صيب زه د ۱۳۵۵دکابل پوهنتون څخه پيژنم او بيا ېې وروسته ټولي کورنۍ سره بلد شوم دصميم صيب غوندي مسلمان، عالم، په وطن مين، د پښتوادب ستوري او د دوي په کچه کس خو زه يوازي مزمل صيب پيژنم۰دعبدالوحيد وحيد په نوم و ورور ډيري په زړه پوري ليکني دوطن په حالاتوکوي داسي خلک بايد پيدا شي اومشوروته يي غوږونيول شي۰  تاسي غوندي خلک بايد وطن ته راشي دا ياران… نور لوستل »

شفیق الله خان

که دا د جمهوریت لخوا نیول شوی وو. ستاسو هیډلاین به څه داسی وو.
استاد محمد اصف صمیم د کابل اداری لخوا ونیول شو.

محمد صالح

ننګرهاریان لکه چي د اسماعیل یون په سبستټیوټ پسي ګرزي او دا سړی شاید لمړی کاندید وي

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x