شعـــــرونه

سړى څه ووايي ؟

زما پر خوا راځي اشر دي سړى څه ووايي ؟
دګران غمونه مي لښكر دي سړى څه ووايي ؟

چي بيا به ووينو كنه حيران يم څه فرض كړم
مسافرى مو د سنګر دي سړى څه ووايي ؟

سپوږى لوېدلې ده نارې وهي چي توره شپه ده
بې شمېره ستوري يې پر سر دي سړى څه ووايي ؟

دي مسلمان خو خپلې پرېكړي په كفارو كوي
دا اوس بې آب كه معتبر دي سړى څه ووايي ؟

چور يې ګډ كړى ځورول كړي قتلول كړي درګرد
دا اربكيان كه يرغلګر دي سړى څه ووايي ؟

دغه لاسپوڅي درباري او سيكولر ليكوالانو
ډير ژبور كه ښكرور دي سړى څه ووايي ؟

په كابل جان او په غزه كي سيهوني خونخواره
سرې ويني زبېښي لا ډنګر دي سړى څه ووايي ؟

ذكر او فكر له رو ژو سره يوځاى كډه شو
اوس بې باكيانې د اختر دي سړى څه ووايي ؟

تر كومه حده به يې سوال د رب په در قبول شي
يو مسافر او بل لڅ سر دي سړى څه ووايي ؟

الهامه ! نيت يې الهي دى هم غورځنګ الهي
وار په غليم كړي لر او بر دي سړى څه ووايي ؟

سيدالهام
2014/07/28

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيدالهام

په دغه يوه بيت كي يو م سپوږى (سپوږ مۍ )پاته شوى دى

سپوږمى لوېدلې ده نارې وهي چي توره شپه ده
بې شمېره ستوري يې پر سر دي سړى څه ووايي ؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x