افغانستان

امرالله صالح د عربي اماراتو په یو بانک کې له بکس سره لیدل شوی – انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ وږي، ۱۴۰۰ل): نن ټکی اسیا هغه انځورونه ترلاسه کړي چې په کې د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح د عربي اماراتو په یوه بانک کې ناست دی.

په انځورونو کې لیدل کیږي چې امرالله صالح له یوه سور بخن بکس سره په څوکۍ ناست وي او وروسته د بانک له یوې مامورې سره غږیږي.

دا لا څرګنده نه ده چې امرالله صالح بانک ته د پیسو ویستلو لپاره تللی و که جمع کولو ته.

د غني د حکومت تر چپه کېدو وروسته د هغه انځورونه په لومړي ځل رسنیو ته راوتلي دي.

څو ورځې وړاندې د پنجشیر امنیتي ځواکونو د امرالله صالح له کوره شاوخوا شپږ نیم میلیونه ډالر راوویستل چې وروسته د افغانستان بانک مرکزي خزانې ته وسپارل شول.

امرالله صالح چې د کابل تر نیولو وروسته پنجشیر ته تښتیدلی و، په یوه ویدیو کې ویلي وو چې د خپلو خلکو تر څنګ به دریږي او د حکومت خلاف به وسله وال مقاومت کوي.‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

یو بل چا ویل چي امر الله صالح د نارینه ماډل په صفت کار لپاره د پلې بوای مجلې ته عریضه ورکړې وه. هغوئ په جواب کي ورته ولیکل چي یو خو ښایسته نه یې او بل دي اندام هم بې ډوله دی او دریم د نړۍ خلګ نفرت درسره لري، ځکه موږ دي نه سو ګومارلای. غني بیا په امریکا کي د سګشویي مرکز ته د کار موندني عریضه ورکړې وه. هغوئ ورته لیکلي وه چي ته د انسانانو د ژوند په مقابل کي دومره لاپرواه یې چي موږ ستا په ګومارلو سره د خپلو مشتریانو د سپو ژوند… نور لوستل »

احسان الله

See on the wall is written saving account

خوګياڼي

اول د شمالي ټلوالې لنډغرو، شورا نظار سقاوي غلو ،د اشغالګرو د لاسپوڅو بي ننګو جاسوسانو ځنې دا پوښتنه وشي چې دا بوجۍ بوجۍ ډالر يې د کومه پيدا کړي؟ ښکاره ده چې دا ېې د افغان مظلوم ولس نه غلا کړي او په باندينيو بانکونو کې اچولي. بايد د افغانستان حکومت ژر تر ژره په دى هکله جدي توګه پلټنه وکړي او ټولي غلا شوي پيسې د افغانستان بانک ته را انتقال کړي. او د مفسدو کسانو ټول مال او اموال دي مصادره کړي که په داخل کې وى او يا په خارج کې. مننه

نور اغا

په عر اماراتو کښي د کورونا پروتوکول له امله ځوک نشي کولي چه بدون له ماسک په دفتر يا دکان يا بيرون کوم جائي کښي اوګرځي.. … چون دي عکس کي ټول بغير له ماسکه دي نو معلوميګي چه دا عکسونه پخواني او دي انګريزي په اصطلاح فيک نيوز ده.
نن ټکي آسيا بايد دي خبرونو نشر نه مخکي پام اورته اوکي

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x