دیني، سیرت او تاریخ

یو څو نادري نابلدي !

لیکنه: مفتي احسان الله

1- په سنګر کې تر زرو کسانو یوازي د ابو طلحه ناره بهتره ده. الحدیث. سیر اعلام النبلاء:5/263

 

2- سړي ته مو غسل ورکړ، دفن مو کړ، چې یو سړی راغلی ویل يې: دا زمکه مړي نه قبلوي، بل ځای ته يې یوسئ، موږ چې قبر خلاص کړ، سړی نسته، او قبر دومره پراخ سوی چې څو سترګي کار کوي، او له نور څخه ډک دی.

دا قبر د علاء بن الحضرمي رضي الله تعالی عنه و. البدایه والنهایه: 5/163.

 

3- د دښمن له لښکر څخه یو قوي مبارز را ښکاره سو، یو مجاهد يې مبارزې ته ور ودانګل، خو لږ وروسته يې شهید کړ، بل يې شهید کړ، بل يې پسي شهید کړ، وروسته څلورم مجاهد مبارزې ته ورغلی، کافر يې ختم کړ، مجاهدینو د خوشحالي شور جوړ کړ، پر غازي راټول شول، خو غازي مخ ته لاس نیولی و، چې څوک يې ونپېژني.

او دا عبد الله ابن المبارک رحمه الله و. صفة الصفوة: 4/119.

 

4- اوازه شوه چې په فلاني باغ کې ابراهیم بن ادهم دی، خلک ورغلو پر باغ شا او خوا راګرزي چې ابراهیم ابن ادهم پیدا کړي، ابراهیم ابن ادهم هم لدوی سره یو ځای را تاوېدی. چې څوک يې ونه پېژني. المدهش لابن الجوزي: ص: 415.

 

5- له یو نانوای څخه يې ډوډۍ نه اخیستله، چې بیا به مي وپېژني او مینه به راسره وکړي، نو بیا به د هغه چا له جملې څخه حساب شم، چې په دین خپل ژوند پر مخ وړي!

دا سړی محمد بن یوسف الاصبهاني و.

حلیة:8/231.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x