نړۍ

ټونس: حجاب لرونکو زدکونکو ته په فاکولته کی داخله نه ورکول کیږي

(نن ټکی اسیا اکتوبر ۲۰۱۱/۰۷) ټونس:دځوانانو یوی ډلي په ټونس کی دادبیاتو فاکولته باندی له دی کبله برید وکړ کله چی دفاکولتی د اداري له لوری هغه زدکونکي په فاکولته کی له زدکړو څخه بی برخي کړه کله چی  نوموړي باحجابه فاکولتي ته ورغلي وه اوغوښتو یی په جامعه کی داخله واخلي.

د ټونس له پلازمیني څخه خبري سرچینوخبرنشر کړی دی وایی تیره ورځ له پلازمیني څخه د۱۵۰ کیلومټره په فاصله کی د سوسه ښاریوه فاکولته دیوی ډلی ځوانانو له لوري تربرید لاندي راغله.

دفاکولتی مسؤلیینو له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل دځوانانو هغي ډلي چی فاکولته یی تربرید لاندی راوسته دفاکولتي واستاذان اونورزدکونکی تهدید کړی دی، دجامعي ریس منصف عبدالجلیل خبري رسنیوته ویلي دجامعي دعلمي مجلس له پریکړی سره سم اداره نه شي کولي چي زدکونکي ته له حجابه سره داخله ورکړي ځکه له حجابه سره دزدکونکو وجامعي ته راتلل دهیواد په علمي  ادارو کی دزدکړو له اوصلوسره په ټکرکی لویږي

نوموړي زیاته کړه کله چی زدکونکي ته په جامعه کي داخله ورنه کړل شوه، اوله جامعي څخه وایستل شوه وروسته نوموړی زدکونکي له څو دتنو ځوانانو سره یوځای راغلي جامعه باندی یی برید وکړ دجامعي پرسونلو اونورو زدکونکو ته یی اخطارونه ورکړل، نوموړی وویل دغه دتهدید اوویري اوله پیښه ده چی دزدوکونکو اودجامعي دپرسونلو ترمنځ رامنځ ته کیږي ، عبدالجلیل وویل ټولواستاذانو اوزدکونکو پرهغه پریکړه لیک باندی لاسلیک وکړ کوم چی دجامعی له لوري صادرشوی وو، په دغه پریکړي لیک دځوانانو له لوري برید په سختوټکوسره غندل شوی دی اوپریکړه شوی ده چی محجبي زدکونکي نشي کولای چی په جامعه کی زدکړی وکړي اویاهم دجامعي په لیلیه کی پاته شي ، نوموړي زیاته کړه دجامعي زدکونکو اوپرسونلو دجامعي په چاپیریال کی دهررنګه مذهبي تندروه کړنومخالفت وکړ.

دیادولو وړ ده چی دټونس هیواد کي دپخواني ټولواک ابن علي له راپرزیدو څخه وروسته خلګ ترډیره حده له مذهبی ازادي څخه برخمن دي، اوپه ښارونه ګڼ شمیر میرمني لیدل کیږي چی په حجابونوباندی پوښل شوی بازارونواوبانډوته راوزي.

له دی څخه مخکي دټونس مسلمانه ټولنه دابن علی  داستبدادی اوجابرنظام له لوری له سختو مذهبي بندیزونو سره مخ وه، حتی دږیرو پریښودلو اومسجدونوته دتللو لپاره به له حکومت څخه خاص اجازت نامه ترلاسه کیدله، له حکومتي لیسنس څخه بغیرنه څوک مسجد ته تللی شو اونه یی هم ږیره لویه ولی شوای.

په ټونس کي دروان کال له انقلاب څخه مخکي چا ږیره نه شوای پریښودلای، سرچیني وایی عسکربه په لارو اوکوڅوکی په هغو خلګو بسي ګرځیدو چي چابه ږیری پریښی وی اویابه هم کومه میرمنه له پړوني سره یوځای له کوره راوتلي وه ، هرهغه میرمنه چی پړونه به یی په سروو اودپولیسو له لوری به ولیدل شوه دپولیسو لخواڅخه ګرفتاره کیدله زندان ته به بیول کیده اوهلته به ورڅخه تعهد اخیستل کیدي چي دبیا له لپاره که له پړوني سره په بازار یاکومه لاره باندی ولیدل شی سخته سزابه ورکول کیږي، اوهمدارنګه پرمسجدونو باندي به په ساده جاموکی پولیسو چاپي وهلي اوهغه خلګ به یی ګرفتاره کول چی پنځه وخته به دلمانځه د اداکولو لپاره مجسدونو ته تلل.

همدارنګه هرهغه څوک چی غوښتل به یی چی ږیره پریږدی اویاهغه میرمنه چی غوښتل به یی چی پړوني پرسر کی دداسي کسانو لپاره په حکومتی ادارو  کی دندی نه ورکول کیدلی، په رسمی ادارو کی دکارکولو لپاره دږیري نه درلودل اوهمدارنګه دپړوني نه پرسرکیدل یو عمده شرط وو.

خو دروان کال له انقلاب څخه وروسته دټونس په ټولنه کی ډيرتغیرات راغلیدی، ځکه چی له رسمی ادارو څخه بهرخلګوته مذهبي ازادي ورکول شوی ده، بازارونوکی ډیری میرمني لیدل کیږی یاخوپوره محجبي وي اویایی هم پړونه پرسروی، مسجدونه اکثره وخت له لمونځ کونکوڅخه ډک وی چی ځینو وختونوکی له مسجدونه څخه بهرخلګ پرعمومي لارو باندی پرلمنځونو باندی ولاړوي، ښارکی ډیرخلګ لیدل کیږي چي په ښکلو ږیرو سره یی نوراني مخونه مزین ښکاري، اوهمدارنګه ډیرخلګ ښکاري چی دپتلنونوپرځای یی عربی خلاصي اوپراخي جامي اغوستي وي، ښارکی خلګ وایی اوس مونږ بی له کومي اندیښنی اوویري څخه دخپل مقدس دین داحکاماتو اوهدایاتو پیروي کولای شو.

بخت الرحمن بخت  (نن ټکی  اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x