افغانستان

د روغتیا نړیوال سازمان مشر کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د روغتیا د نړیوال سازمان مشر «ټیډریس اډنون» په یو بیړني سفر کابل ته راغلی او ښایي له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره وویني.

د عامې روغتیا سرپرست «وحید مجروح» وایي، نوموړی به له لوړپوړو افغان چارواکو سره وګوري او د نړیوال بانک له لوري د افغانستان پر روغتیایي سکتور د بندو شویو مرستو د بیا پیلېدو په احتمال به ورسره وغږېږي.

د چارواکو له قوله، نوموړی ښایي له رئیس الوزرا «ملا محمد حسن اخوند»، د نوموړي‌ له مرستیال «ملا برادر اخوند»، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر «امیر خان متقي» او نورو چارواکو سره هم وویني.

دغه لوړپوړی چارواکی داسې مهال کابل ته راځي، چې د طالبانو له لوري د افغانستان تر نیول کېدو وروسته نړیوال بانک او ملګرو ملتونو د افغانستان له روغتیایي سکتور سره کېدونکې مرستې وځنډولې او د روغتیایي پروژو له تمویل یې لاس واخیست، چې له امله یې سلګونه صحي مرکزونه وتړل شول.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي امنیتي استازی هم کابل ته راغلی و، او د افغان چارواکو له لوري دا پيغام ورکړل شو چې د افغانستان کنګل شوې سرمایې باید خلاصې کړل شي او له افغانانو سره بشري مرستې د تېر په څېر دوام پيدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x