شعـــــرونه

هر افغان ته/ نومير

فدامحمد نومير

دا وطن را څخه کار او زحمت غواړي
کنډوالې او خرابې مرمت غواړي

شاړې مځکې يې په ما تا اباديږي
شپه او ورځ رانه بيګار او همت غواړي

مځکې لاندې پټې پټې خزانې دي
انجنير او وټه پوه صداقت غواړي

مځکه خاوره او اوبه لرو پريمانه
وچ ډاګونه شي باغونه زرعت غواړي

هيواد زما او ستا غريب نه دی بډای دی
زما او ستا څه يو هم څه حرکت غواړي

د يوه لاس څخه کله ټک ختلی
نر او ښځې ځوان زاړه نه خدمت غواړي

چې شو سيال د سيالدارانو په سيالۍ کې
تمدن د اسلام بيا شان شوکت غواړي

د رازي او د سينا ميراث به خپل کړو
چې کاروان مو سي تر مخې محنت غواړي

بو ريحان به هم را فخر کړي په قبر کې
که مو ځوان د علم پوهې زينت غواړي

د احمد او د ميرويس روح به ارام وي
له اغيارو دا وطن حفاظت غواړي

چې په نس ګيډه مړې مو پرګنې سي
د عمر(رض) شانتې د عدل حکومت غواړي

تل سرلوړی په جهان دې مسلمان وي
ټول افغان ته نومير ژوند د فرحت غواړي

متحده ايالات ، کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx