شعـــــرونه

د هیواد بیارغونه/ مظهري

مظهري

جوړې کړئ ورانې کنډوالې د ګلشنونو په څېر
هیواد اباد کړئ د نړۍ د هیوادونو په څېر

تاسو ته دوې سترګې څلور ددې مظلوم ملت وې
اوس یې ارمان وګڼئ خپل د ارمانونو په څېر

دلته یرغل څه موده مخکې وو پر سر اخیستي
موږ ته یې نه کتل بلکل د بشرونو په څېر

دا وطن حق لري دا خاوره لري حق لکه مور
وطن ساتنې ته به پام کوئ د زړونو په څېر

زلمیو ونه کړئ غرور غرور خدای نه خوښوي
د فتنو مخې ته ولاړ اوسئ د غرونو په څېر

مظهري دا افغانستان مظهري وي دې ودان
موږ ته دې کټ مټ پر دنیا د جنتونو په څېر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx