نظــر

په افغانستان کې د بیکارۍ علتونه، اغېزې او حل لارې یې

عبدالجبار وحدت

بیکاري هغه حالت ته وایي چې یو څوک د کار وړتیا او تقاضا ولري، مګر د اوونۍ په ډېریو ورځو کې بې کاره پاتې شي، له ظرفیت یې استفاده و نه شي، یا د ژوندانه د تېرولو لپاره د دندې نه شتون هم بېکاري بللی شو، کلاسیکان معمولاً په دې برخه کې په بازار کې د مجموعي عرضي(AS) او په مجموعي تقاضا (AD) تکیه لري، کینز په دې برخه کې د دولت مداخله د مالي او پولي سیاستونو په بڼه اړینه بولي، د بیکارۍ ډېر زیات ډولونه موجود دي چې د نمونې په ډول، پټه، ښکاره، اصطکاکي، جوړښتي، موسمي او داسې نور ډولونه یادولی شو، معمولاً د درېیمې نړۍ وګړې له بیکارۍ ډېر سر ټکوي او دا هیوادونه له دې ستر چلینج سره د پرمختللو هېوادونو په نسبت څو برابره لاس او ګرېوان دي، همدا بیکاري د غربت سبب کېږۍ، همدغه وجه ده چې دلته د ژوند سطحه هم خورا ټیټه ده او حتی وګړي یې لومړنیو اړتیاوو ته هم سم لاسرسی نه لري.

افغانستان سره له دې چې د یو داسې هېوادونو له جملې څخه دی چې پرېمانه طبعي زېرمې او اوبه لري او د جیو اکانومیک، جیو پولوتیک او ستراتیژیک موقعیت څخه برخوردار دی، چې د وګړو په تناسب یې دا هر څه کافي دي، هو چې استخراج او زراعت یې په فني، تخصصي او مسلکي بڼه و اوسي، همدا رنګه افغانستان ډېر پخوا د لاسي صنایعو په برخه کې تاریخي مخینه درلوده، چې دا برخه هم ځانګړې پاملرنې او پیاوړتیا ته ضرورت لري، موږ د هېواد په داخل کې په بیلا بیلو دورو کې بیلابېل نظامونه ازماییلي لکه، د مختلط اقتصاد سیستم چې فیوډالي سیستم هم ورسره میکس و په شاهي زمانه کې او د بازار اقتصاد 2002کال کې په داسې بڼه تطبیق شو چې د ازاد بازار بڼه یې خپله کړه. بېکاري چې پآیله یې فقر دی او خوږ پیغمبر رسول الله (ص) هم دعا کړي او پناه یې ترې غوښتې ده، همدغه وجه ده چې په اسلامي اقتصادي نظام کې لومړیتوب د غله نیول نه، بلکې بېکارانو ته د کار موندل دي، د دې خبرې مانا دا نه ده چې ګواکې اسلام غلا ته د جرم په سترګه نه ګوري، بلکې کارموندنې ته په ځانګړي اهمیت قایل دی.

د بې کاري نرخ مالومولو لپاره لاندې فورمول کاروو:
بیکاري نرخ= د بیکارانو تعداد/د کار قوه100*

په افغانستان کې د بیکارۍ علتونه:
دلته لنډ په هغو مسایلو بحث کوو چې بیکاري یې رامنځته کړې ده او ګڼ تعداد ځوانان یې په کور باندې کېنولي دي، چې عبارت دي له:
.1 نا امنۍ او په لسیزو لسیزو جګړې
.2 د پیاوړي اقتصادي ستراتیژۍ نه موجودیت
.3 د عصري ټکنالوژي نه موجودیت
.4 دریو مهمو اقتصادي شریانونو کې ( صنعت، زراعت، او په خدماتي برخو کې پانګونې) کمېدل
.5 د بېلا بېلو نړیوالو نادرستو اقتصادي نظامونو( پانګوال، مختلط ، سوسیالیزم ) تطبیق
.6 د اساسي اقتصادي خطونو نه موجودیت
.7 بد رواني وضعیت او د اقتصادي وضعیت اړوند د خوشبینۍ نه شتون
.8 د افغاني اقتصادي موډل نه موجودیت
.9 د بېلا بېلو هېوادونو د غیر موثرو اقتصادي موډلونو تطبیق
.10 د رسمي اقتصاد په ځای د سیوري لرونکي اقتصاد شتون
.11 رواني ډول تشویشونه او نا انډولي
.12 د عوایدو غیر عادلانه وېش
.13 NTA ته ورته د لوړو معاشاتو شتون بیکاري د یو عامل په حیث

د بېکارۍ اغېزې:
.1 فردي اغېزې: وزګارتیا په لوړه کچه فردي اثرات لري، دوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مالي توان نه لري او حتماً به پوروړي کيږي.

.2 ټولنیز او سیاسيي اغېزې: زیاتره اروپايي هېوادونو کې ۱۹۷۹ کال څېړنې دا په ګوته کوي، چې د وزګارو خلکو په هر ۱۰٪ زیاتوالي سره د مجموعي ټولنیزو ستونزو په برخه کې ۲۱٪ سلنه زیاتوالی، د زړه په ناروغیو کې ۳٪ زیاتوالی، په ځان وژنو کې ۱.۷٪ زیاتوالی او د غلا په جرایمو کې ۴.۸٪ زیاتوالی راځي.

.3 اوکن قانون له مخې هر کله چې وزګارتیا یو فیصد کمه شي، GDP کې ۳٪ زیاتوالی راځي او هرکله چې وزګارتیا یو فیصد زیاته شي، نو GDP ۲٪ کموالی کوي.
.4 غربت رامنځته کوي
.5 بې ارزښتي رامنځته کوي
.6 افراد یاد کړي مهارتونه له لاسه ورکوي.
.7 د مادي امکاناتو او سهولتونو څخه محرومیت رامنځته کوي
.8 رواني ستونزې رامنځته کوي.
.9 کورنۍ او ټولنیزې ستونزې او شخړې راولاړوي
.10 د کورنیو د بیلتون باعث ګرځي
.11 اشخاص د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېلابیلو جرمونو ته مخه کوي
.12 اعتیاد رامنځته کېږي
.13 هیواد او شخص وروسته پاتې کېږي
.14 او دې ورته لسګونه نور اثرات لرلی شي.

حل لارې یې:
.1 موثرو اقتصادي سیاستونو تطبیق
.2 د مالي ، پولي، او استخدام سیاستونو تطبیق
.3 مرکزي بانک باید په دې برخه کې فوق العاده رول ولوبوي
.4 د عوضي اجناسو په وارداتو لوړه ګمرکي تعرفه وضع کول ، تر څو داخل کې تولید ته زمینه سازي وشي
.5 سبسایډي او تولیدي فابریکو ته مالیاتي معافیتونه
.6 د وارداتوعوضي سیاست تطبیق
.7 د انټي ډامپینګ سیاست تطبیق
.8 د داخلي تولید څخه د حمایوي سیاست تطبیق
.9 د کار په بازار کې د کار عرضې رامنځته کول
.10 د کار بازار فعال سیاست تطبیق
.11 حقیقي دستمزد لوړول او د اسمي دستمزدونو کې کموالی راوستل ، تر څو ډېر ځوانان استخدام شي .
.12 اقتصادي ثبات رامنځته کول
.13 له هېواده بهر کارګرانوته دکار سهولتونه برابرول
.14 د کار قانون اصلاح کول او د کارمندانو لپاره مناسب شرایط ټاکل او د یاد قانون څخه د پیچلتیا لیري کول
.15 په مسلکي او فني برخه کې لا ډېره پانګونه کول
.16 د عوایدو عادلانه وېش هم نسبي ستونزه حلولی شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx