نظــر

تنګي دره او د ولس قربانۍ!

مجاهد خواجه

په تېر شل کلن انقلاب کې د افغانستان په هر ګوټ کې له مؤمن او مجاهد ولس سره ظلم او زیاتی شوی دی. هره تیږه او لوټه په دې ګواه ده چې د اشغالګرو له خوا په هیواد څه تیر شوي دي.

علمي شخصیتونه مو د بدرنګه اشغال له امله شهیدان شوي او څه درنې هستۍ مو په تیر اشغال کې له لاسه ورکړې.

دا هر څه د حق لپاره وو او د حق او باطل په مقابله کې ورته اړتیا لیدل کیدله.

ددې ټولو ظلمونو ترڅنګ مو د میدان وردګو ولایت د تنګي درې ته سر ور ښکاره کړ.

هغه دره چې په سلګونو ننګیالي یې د اسلام د نفاذ په خاطر قرباني کړي دي.

هلته مو د شل کلن اشغال د شهیدانو په ویاړ او د دوی اراواحو ته د دعا و په مراسمو کې برخه واخیسته.

ډیر څه مو واوریدل چې د تنګي د مجاهد پالې درې د قربانیو ،فداکاریو او سرښیندنو داستان یې غږولو.

داسې کور به نه و چې په دې لاره یې زوی، ورور/پلار قربان کړی نه وي.

ډیر داسې کورونه وو. چې دوه/درې د کورنۍ غړي به یې د حق په دفاع کې شهیدان شوي وو.

حتی داسې کورونو هم وو، چې د کورنۍ ټول غړي یې په شهادت رسیدلي و. تر ډیره هغه ماشوم ودردولم کوم چې د اسلام د نفاذ په پار یې ټوله کورنۍ قرباني کړې وه.

اوس یې د پنځه کلونو په عمر د خپلې کورنۍ سرپرستي په غاړه وه.

پلار، نیکه، ترونه یې د امریکایي ډرون په بې رحمه ګذار کې په شهادت رسیدلي و.

په دې جهاد پاله دره کې څو ملالۍ خوندې هم د غربی ښکیلاکګرو په بمونو او چاپو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

په دې سیمه کې د حق لارویانو، ښکیلاکګرو ته د عبرت درسونه ورکړل او د امریکا د مغرور واکمن اوباما سترګې یې د اووه دیرشو بحري کمانډویانو په وژلو اوښلنې کړې. د اشغالګرو سترې سترې شوبلې یې د ماینو خوراک کړې.

لنډه دا چې د تیر شل کلن اشغال په وړاندې د دوی قربانۍ او فدا کارۍ د ستایلو دي.

د دې دَرې ښایست او ښکلا د تورتمونو او وحشتونو بلا خوړلې، د شنو باغو په حاصل خیزو ونو یې د دښمن د مرمیو نښې د تیرو وحشتونو کیسې کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x