افغانستان

سعودي: طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د «ترهګرۍ»‌ لپاره نه کارول کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د سعودي د بهرنیو چارو وزیر «شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود» وایي، په افغانستان کې د «ترهګرۍ» د راټوکېدو له امله اندېښنې شته، خو طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د نورو خلاف کارېدو ته نه پرېږدي.

فیصل چې دا مهال په درې ورځني سفر هند ته تللی، هلته یې ددې هیواد له لومړي‌ وزیر «نریندرا مودي» او نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي او د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه هم ورسره غږېدلی.

فیصل له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د القاعدې، داعش، طالبانو او نورو ډلو بیرته را ټوکېدل د اندېښنې وړ دي او یوه نړیواله موضوع ده؛ خو دده له قوله، طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره د نورو خلاف کارېدو ته نه پرېږدي‌.

دده په خبره «نړیواله ترهګري یو حقیقي ګواښ دی، د اوس لپاره طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي.»

ده د افغانستان د نوي حکومت د په رسمیت پېژندلو په اړه وویل، چې هیواد به یې تر یو وخته انتظار وباسي او د افغانستان حالات به له نږدې وڅاري.

د نوموړي له قوله، د هند له لومړي وزیر د افغانستان په اړه غږېدلی او دواړه لوري دې توافق ته رسېدلي چې افغانستان باید د یوه پراخ بنسټه حکومت څښتن شي او سوله او ثبات ورته را وګرځي.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال دي، چې هیواد د طالبانو په ولکه کې دی او نوی اسلامي حکومت یې اعلان کړی؛ خو لا تر دې دمه د کوم هیواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx