افغانستان

حقوقپوهان: پولیس او امنیتي مسوولین چاته د سزا ورکولو حق نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ وږي، ۱۴۰۰ل): په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو له خوا د خپلسرو محاکمو حقوقپوهان اندېښمن او ټولنیزو رسنیو فعالان غوسه کړي دي او دا کار یې غیرشرعي او غیراسلامي ګڼلی دی.

له هغه وروسته چې طالبانو کابل ونیو، د هیواد له بیلابیلو برخو د خپلسرو محکمو راپورونه ورکړل شول.

څو ورځې وړاندې پر ټویټر او فیسبوک یوه ویدیو خپره شوه چې طالبان د کابل ښار په زړه کې د پوهنې وزارت ته مخامخ یو تن نیولی وي او یوې پايې پورې يې تړلی وي او د خلکو پر وړاندې يې ډبوي.

په هرات او نورو ولایتونو کې هم د غلاو په تور نیول شوي کسان د امنیتي مسوولینو له خوا جزايي شوي دي.

هغه عکسونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي لیدل کیږي چې امنیتي مسوولینو دغه تورنو کسانو ته په غاړه کې چرګ ویزاند کړی وي یا یې په خولو کې څپلکې ورکړي وي یا یې مخ ورتور کړی وي او په بازار کې یې ګرځوي او یا یې هم په عام محضر کې ډبوي.

خو د ټولنیزو رسنیو فعالان او حقوقپوهان دغه ډول جزاګانې نه یواځې د بشر توهین بلکې د شریعت او د افغانستان د نافذه اسلامي قوانینو خلاف عمل ګڼي.

د حقوقو یو استاد سید احمد نن ټکی اسیا ته وویل چې د امنیتي ځواکونه دغه جزاګانې صحرايي محکمې دي او هيڅوک ددې حق نه لري چې د محکمې له حکم پرته چاته سزا ورکړي.

د سید په وینا د ذمې برائت اصلي حالت دی او تر هغه چې د باصلاحیته محکمې په قطعي حکم متهم محکوم علیه ثابت نه شي، بې ګناه ګڼل کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې د پولیسو، څارنوال او قاضي دندې معلومې دي؛ پولیس نه باید د قاضي رول ادا کړي. د پولیسو یا امنیتي ځواکونو دنده د «د جرم کشف، مخنیوی، د جرمي مدارکو، شواهدو او دلایلو ساتنه، او د متهم یا په خاصو شرایطو کې د مظنونینو نیول دي، نور پولیس نه شي کولای چاته سزا ورکړي».

همدا راز «د جرم په اړه د اثباتیه مدارکو راټولول، له متهم اسنتطاق او استجواب، د شاهدانو نظریات او بیانات اوریدل او داسې نور د څارنوال دنده ده او که څارنوال داسې دلایل لاسته راوړي چې متهم د جرم مرتکب شوی دی بیا پرې دعوی اقامه کوي».

د سید احمد له نظره نه پولیس او نه هم څارنوال چاته سزا ورکولی شي، بلکې د څارنوال له خوا د دعوې تر اقامې وروسته قضیه محکمې ته راجع کیږي او وروستۍ او قطعي حکم محکمه کوي او تر دې وړاندې هيڅوک متهم شخص ته سزا نه شي ورکولای.

د ټولنیزو رسنیو ځینې فعالان وايي چې د امنیتي ځواکونو له خوا نامشروع او خپلسري جزاګانې له دې پرته چې نظام يو صحرايي نظام معرفي کړي بله هيڅ توجيه نه لري.

دوی ټينګار کوي چې لوړ پوړي مسوولین باید دغه نقاطو ته متوجه شي او هیچاته اجازه ورنه کړي چې خپلسري سزاګانې چاته ورکړي.

«خپلسري جزاګانې لوی فساد ته لاره هواروي، له ټولنې نظم ورکیږي، ځکه هر څوک به په دغسې مسایلو کې د قاضي او پولیس دواړو رول ادا کوي چې په نتیجه کې نظم او د قانون حاکمیت له منځه ځي».

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

اوس نو په خپل سر حکومت جوړ شوی دی هر څوک چی اوږده ویښتان ولری هغه محکمه هم کوالی شی. د مشر شیخ الحدیث درک نه لګیږی چی د کشلاک په کوم جومات کی په ابدی خوب ویده دی. صرف یو څو کسه دی د طالبانو په نمایندګی کابل کی خبری کوی داچی قومانده د چا لاس کی ده هیڅ څوک نه پوهیږی حتی خپله طالبان.

میرافغان

دغه موضوع ته باید ا۔ا۔ا جدي پاملرنه وکړي۔

احمد

ملت مسائیلو ته متوجې دی اوس په قدرت راغلي دې داسي فکر نکوي چې په مونږ څوک نه پوهیږي که مو کاږه حرکتونه اصلاح نشي او سست حکومتولي مو په فعاله او با انصافه حالت بدل نشي بیا به یې د بدو عواقبو او دملت دمخ اړولو مسؤل یاست .

احمد

دکرکټ بورډ مسؤل حامد شینواری دچا په حکم بدلیږی زه تاسي ته په ایمان وایم چې زه حامد شینواری نه پیژنم او نه دکرکټ شوقی یم مګر داسي صحرایی فیصلې په کوم اساس کیږی هغه چا چې معزول کړی دهغه وظیفه او مسؤلیت څه ده هماغه د پنجشیریانو بدماشي روانه ده خو بڼه یې تغیر شوې

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x