
شعـــــرونه
دا چې بدليږي د حالاتو پۀ بدلون خلک/ درمان
مولوي منصور درمان
ـــــــــ
دا چې بدليږي د حالاتو پۀ بدلون، خلک
دا نۀ د نن دي او نۀ دوی وو د پرون، خلک
چې پۀ مادیاتو متکي وي معنویت نۀ لري
دا خلک هېڅکله هم ندي د قانون، خلک
چې پۀ اذهانو یې د غرب میډیا پاشلي زهر
دوی ته پکار دي ښۀ راسخ او د سمون، خلک
لۀ ګران هېواد سره یې وکړلو بې کچې غدر
چې وو راغلي د اغیارو پۀ لمسون، خلک
چې تر پرونه یې د امن – امن ساندې کړلې
نن فراري دي ټول لۀ امن او سکون، خلک
د افغانیت او اسلامیت لۀ عنعناتو خلاف
خوښوي ډېر دلته د غرب غوندې ژوندون، خلک
سپينه طالبه! سپین وې، سپین یې، داسې سپین به اوسې
نوم دې داغ دار نکړي مغرض او لاس پۀ خون، خلک
منصور درمانه! د کافر پۀ مقابل کې چپ وي
خو د اسلام پۀ ضد کړي هر وختې غبرګون، خلګ
ــــــــــــــــــــــــــــــ
1443/2/13 دوشنبه