افغانستان

کابل هوایي‌ ډګر د کورنیو او بهرنیو الوتنو پر مخ خلاص دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي، له څه باندې یوې میاشتې ځنډ وروسته د کابل هوايي ډګر ددې جوګه شوی چې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ترې ترسره شي.

د هوایي چلند ادارې چارواکي وايي، له څو اوونیو ځنډ وروسته کابل هوايي‌ ډګر چمتو شوی چې د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو بجو پورې کورني او نړیوال پروازنه ترې وشي.

کابل هوایي ډګر چې امریکایي او نور بهرني پوځيان یوه میاشت وړاندې ترې ووتل، یاد هوايي‌ ډګر یې په یو ویجاړ حالت کې پرېښود او زیاتره الوتکې او د هوایي ډګر اړوند وسایل او وسایط یې ویجاړ کړل.

په تېرو څو اوونیو کې د قطر، متحده عرب اماراتو او ترکیې تخنیکي ټیمونو یاد هوایي ډګر بیرته ورغاوه او تازه دې ته چمتو شوی چې د ورځې پروازونه ترې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x