ورزش

حامد شينواری وايي له دندې ګوښه شوی دی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي مشر حامد شينواری وايي چې د افغانستان اسلامي امارت د چارواکي انس حقاني په حکم له دندې ګوښه شوی دی.

حامد شينواري د خپل ګوښه کېدو خبر د ټولنيزو رسنيو فيسبوک له لارې خپور کړی او زياته کړې چې د حکومت لخوا پرته له کوم رسمي فرمان صادرولو لرې کړل شوی دی.

ښاغلي شينواري ليکلي، نن ښاغلي انس حقاني کرکټ بورډ ته تشريف راوړی و، ماته يې په شفاهي ډول وويل چې د کرکټ بورډ د اجرايوي رييس په توګه ستاسې دنده ختمه ده او د نصيب الله حقاني په نامه يو ځوان يې د اجرايوي رييس په توګه مقرر کړ.

هغه زياته کړې چې د رسمي او شفافې پروسې له لارې د کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس ټاکل شوی و خو د ګوښه کېدو لامل يې څرګند نشو.

شينواري ليکلي، « ما زما د ګوښه کېډو په اړه د رسمي حکم/فرمان پوښتنه وکړه خو ترلاسه مې نکړ».

حامد شينواري تېر دوه کاله په کرکټ بورډ کې د اجرائيوي رئيس په توګه دنده ترسره کړه، چې د کرکټ پوهانو له نظره په کار پوه او تکړه کس دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

د حامد شینواری همدا برنۍ ثبت شوی انتقاد کفایت کوي که امارت د پوښتنې مرجع وي .او که خپل سری وي نو مخکې به پنجشیریانو سترګې را ایستې اوس به یې د بڼې په تغیر نور خلک کوي .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x