ورزش

نصيب خان د افغانستان کرکټ بورډ نوی اجرائيه رئيس وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د حامد شينواري له ګوښه کېدو وروسته نصیب خان د کرکټ بورډ نوی اجرائيويه رئيس په توګه وټاکل شو.

دا په داسې حال کې چې شېبه وړاندې پخواني اجرائيوه مشر حامد شينواري پر خپله فيسبوکپاڼه د ګوښه کېدو خبر ورکړی و، خو وروسته يې هغه پوسټ له فيسبوک څخه حذف کړ.

نوموړي ويلي وو چې د يوې شفافې پروسې له لارې ټاکل شوی و خو د ګوښه کېدو لامل يې معلوم نه شو او نه يې په اړه کوم رسمي فرمان صادر شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي سرپرست رییس عزیز الله فضلي نن د یوې رسمي ناستې په ترڅ کې نصیب خان د کرکټ بورډ اجرائیه رییس په توګه د ادارې ټولو کارکوونکو ته معرفي کړ.

د غونډې په ترڅ کې د کرکټ بورډ نوي اجرائیه رییس ښاغلي نصیب خان په خپلو خبرو کې خوښي وښوده چې د یوې ویاړمنې ادارې د اجرائیه رییس په توګه معرفي شو او پرې باور وشو، نوموړي زیاته کړه:« زما له کرکټ سره له پخوا ډېره مینه وه او همدا کرکټ دی چې تل یی موږ افغانانو ته خوشحالي راکړې ده».

ښاغلي نصیب خپلو خبرو کې وویل چې افغان کرکټ ته به په پنځه کلن پلان باندې کار وکړي او نړیوالو سره به خپلې اړیکې پراخې کړي، په ځانکړي ډول له اسیایی هېوادونو سره او همدا راز د کرکټ ودې ته به ځانکړې پاملرنه وکړي.

نصیب خان وویل افغانستان نړیوال جام ته د چمتووالي په حال کې دی موږ به هڅه وکړو چې لوبغاړو ته ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځ ته کړو؛ ترڅو په نړیوال جام کې د افغانانو لپاره د سرلوړۍ او خوښۍ باعث وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

نصیب خان ته دې دده سیټ مبارک وي .او د ښو بریاو هیله ورته ،خو چې دچا لخوا مقرر شو دغه ځای کې ؟، چا چې نصیب خان مقرر کړی دهغه وظیفه څه ده امارت کې ؟ او هغه کوی شي د قانون له مخې چې یو کس معزول او بل مقرر کړي ؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x